د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له لوري د (CV ليکلو) يو ورځنی علمي سمينار ترسره شو
پنجشنبه (۲۳ د شوال المکرم ۱۴۴۵ ) د نيمروز ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له لورې ځوانانو ته د (CV ليکلو) يو ورځنی علمي سمينار د ياد رياست د غونډو په تالار کې ترسره شو.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مفتي حبيبالله الهام وويل: د دې علمي سمينار د ترسره کولو څخه مو موخه د ځوانانو د علمي کچې لوړول دي، ترڅو وکولای شي، په اوسني عصر کې د نړۍ سره په علمي ډګر کې يوځای قدم پورته کړي، ځکه نړيوال تل په دې هڅه کې دي، چې په علمي او د تکنالوژۍ برخه کې نوښتونه رامنځته کړي.
ښاغلي الهام زياته کړه؛ دا علمي سمينار به هره مياشت د يوې ځانګړي موضوع په ټاکلو سره ترسره کيږي او له ځوانانو يې وغوښتل،چې په دا ډول علمي سمينارونو کې ګډون وکړي او له تجربو څخه يې ګټه واخلي.
ورپسې استاذ محمدشعيب حيات ګډونوالو ځوانانو ته د (CV) ليکلو په تړاو خپل ترتيب شوی علمي سمينار وړاندې کړ.
۲۰۲۴/۵/۲ میلادي
۱۴۰۳/۲/۱۳ هـ ل