د لغمان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د سیرت النبي ﷺ د سیالۍ پایلې اعلان کړې
دوشنبه (۲۰ د شوال المکرم ۱۴۴۵) د لغمان ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست څه موده وړاندې له ۲۰۰ تنو د سیرت النبي ﷺ کتاب ازموینه اخیستنې وه،چې د سیالۍ پایلې يې نن د يوې غونډې په ترڅ کې اعلان کړې.
په ياده غونډه کې د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي عبدالنور رسولي ، د اقتصاد رئیس مولوي جان محمد حامد، د مسلکي او تخنیکي زده کړو آمر مفتي ذبیح الله حقاني او د سیالۍ ګډونوالو برخه درلوده.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي عبدالنور رسولي وویل: ددې سیالیو موخه د خوږ نبي حضرت محمد ﷺ د ژوند په اړه د خلکو پوهول و، دوی پخوا له دې هم داسې ګټورې سیالۍ جوړې کړې دي او نږدې راتلوونکي کې به هم د لغمان خلکو لپاره ګټورې سیالۍ ولري.
نوموړي له ځوانانو وغوښتل چې دا ډول سیالیو کې ګډون وکړي، ترڅو د نبي ﷺ د ژوند په ټولو برخو او د اسلامي شریعت د حکمونو معلومات ترلاسه کړي.
د یادونې وړده،چې په دغه سیالیو کې لس مخکښ ګډونوالو ته قلمي قرآن کریم، کمپیوټر، بایسکیل او نورې بیلابیلې جایزې ورکړل شوې.
۲۰۲۴/۴/۲۹ ميلادي
۱۴۰۳/۲/۱۰ ھــ ل