د یوټیوبچینلونو له مسؤلینو او د ټولنیزو رسنیو له فعالانو سره ناسته وشوه
د هرات اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو د یو شمېر یوټیوبچینلونو له مسؤلینو او د ټولنیزو رسنیو له فعالانو سره د شته ستونزو څیړلو، د وړاندیزونو او ستونزو اوریدلو او د رسنیزو فعالیتونو د لا پیاوړتیا په موخه د همغږۍ ناسته وکړه.
د مسؤلینوپه وينا؛ نن ورځ ټولنیزې رسنۍ د اړیکو له مهمو وسیلو څخه شمېرل کېږي، یوټیوبچلوونکي او د محتوا تولیدوونکي کولای شي، د هرات د فرهنګ او تاریخي آثارو او ټولنیزو واقعیتونو په معرفي کولو کې مهم او اغیزمن رول ولوبوي.
ورته مهال د یو شمېر یوټیوبچینلونو مسؤلینو او د ټولنیزو رسنیو فعالانو وویل: خوښ یو، چې په داسې امن او ډاډمن چاپېریال کې ولسوالیو او لرې پرتو کلیو ته سفرونه کوو او د خپرونو په چمتو کولو بوخت یو، دوی د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له هر اړخیزو همکاریو او ملاتړ څخه مننه وکړه.
۱۴۴۷/۱۲/۲۳ هـ ق
