ګڼ شمېر ځوانانو ته د (فکري انحراف مخنيوی) په نوم روزنیز سیمینار وړاندې شو
د هلمند اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري ښوونيز مرکز کې ګڼ شمېر ځوانانو ته د (فکري انحراف مخنيوی) په نوم روزنیز سیمینار وړاندي شو.
د ځوانانو چارو امر وويل: اسلامي اُمت سلګونه کلونه د نړۍ په کچه پیاوړې حکمراني کړې ده، خو اوس يې د کمزورۍ لامل يواځې فکري انحراف يا پر فکرونو د غرب يرغل دی، نو په همدې اساس ځوانان بايد هڅه وکړي، چې لومړی خپل فکر په اسلامي روحيه سمبال او وروسته همدا روحيه ټولنې ته وړاندې کړي.
د ځوانانو چارو امر د دې ډول سمینارونو ترسره کول د ځوانانو په فکر جوړونه کې اغيزمن وبلل او د ورته نورو سیمینارونو د ترسره کولو ژمنه يې وکړه.
د سیمینار په لړ کې ګډونوالو د یاد سیمینار له جوړولو څخه خوښي څرګنده کړه او له مسؤلینو څخه یې په راتلونکي کې د ورته نورو سیمینارونو د جوړولو غوښتنه هم وکړه.
۱۴۴۷/۱۲/۲۳ هـ ق
