هرات کې د سیمه‌ییزو رسنیو ستونزې وڅېړل شوې

wasim_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۱ - ۱۵:۲۳
..

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي عتیق‌الله عزیزی د دغه ولایت د سیمه‌ییزو رسنیو له مسؤلینو او د ملي رسنیو له خبریالانو سره په یوه غونډه کې د رسنیو ستونزې او اړتیاوې واورېدې او د دغو ستونزو د حل په موخه یې د لا زیاتو همکاریو پر دوام ټینګار وکړ.
په دې غونډه کې د سیمه‌ییزو رسنیو مسؤلینو او خبریالانو د رسنیزو فعالیتونو په برخه کې شته ستونزې او ننګونې د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ له رئیس سره شریکې کړې او د رسنیو د لا ښه فعالیت لپاره یې د مناسب چاپېریال د برابرولو په موخه د اړوندو مسؤلینو د لا زیاتو همکاریو او همغږۍ غوښتنه وکړه.
د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي عتیق الله عزیزي د اطلاع رسونې او د عامه پوهاوي په برخو کې د رسنیو پر مهم رول ټینګار وکړ او ویې ویل: د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د قوانینو په چوکاټ کې د سیمه‌ییزو رسنیو د فعالیتونو د ښه والي لپاره همکاري کوي. ښاغلي عزیزي له خبریالانو څخه وغوښتل، چې د ټولنې ستونزې او اړتیاوې په مسوولانه او مسلکي توګه راټولې او انعکاس کړي.
ورته مهال د لوېدیځ زون د رسنیو د ملاتړ او څارنې کمېټې رئیس هم د رسنیو د ستونزو د حل لپاره پر ګډې همکارۍ ټینګار وکړ او ویې ویل: د لوېدیځ زون د رسنیو د ملاتړ او څارنې کمېټه به د رسنیو ستونزې له اړوندو ادارو سره شریکې کړي.

۱۴۴۸/۳/۱۹ هـ ق

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۵:۵۷
Background image

بررسی و نظارت کمیسیون اصلاح لوحه‌ها و تابلوهای اعلانات از ناحیه سوم شهر کابل

کمیسیون اصلاح لوحه‌ها و تابلوهای اعلانات معینیت امور نشرات وزارت اطلاعات و فرهنگ از لوحه‌ها و تابلوهای اعلانات از ساحه چهارراهی شهید ناحیه سوم شهر کابل بررسی و نظارت کردند.
در آغاز،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۵:۵۰
Background image

معین امور نشرات با خبرنگاران و مسوولان رسانه‌ها دیدار کرد

آقای مهاجر «فراهی» معین امور نشرات وزارت اطلاعات و فرهنگ در حضور مولوی صفی الله «رائد» رییس نظارت بر رسانه‌های همگانی و مولو‌ی فیروز الدین «منیب» رییس اطلاعات و فرهنگ ولایت سمنگان با. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۵:۳۹
Background image

رییس آژانس باختر در فورم رسانه‌یی شصت‌وپنجمین سالگرد (OANA) اشتراک کرد

مولوی احسان‌الله حسان رییس آژانس خبری باختر وزارت اطلاعات و فرهنگ، در نشست رسانه‌یی که به مناسبت شصت‌وپنجمین سالگرد سازمان آژانس‌های خبری آسیا و اقیانوسیه (OANA) در مسکو برگزار شده است،. . .

BACK TO NEWS