خوست کې د آزادۍ پنځمې کليزې په ویاړ شانداره مشاعره ترسره شوه

wasim_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۰:۷
..

د خوست ولایت په پښتونستان پارک کې د افغانستان د عمومي راډیو ریاست له لوري د زمري ۲۴مې (د آزادۍ پنځمې کليزې) په ویاړ شانداره مشاعره ترسره شوه، چې زرګونو هېوادوالو، شاعرانو، لیکوالانو، فرهنګیانو او ترانه‌ ویوونکو پکې ګډون کړی و.
د مشاعرې په پیل کې د خوست ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي محمد صابر صابري ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل: د افغانستان آزادي د زرګونو قربانیو، سرښندنو او نه ستړې کېدونکو مبارزو په پایله کې ترلاسه شوې ده. نوموړي آزادي د ټولو افغانانو ګډ ویاړ وباله او ټینګار یې وکړ، چې د دې ستر نعمت ساتنه د هر افغان ګډ مسؤلیت دی.
د مشاعرې په لړ کې د افغانستان د عمومي راډیو رئیس قاري یوسف احمدي آزادي د الله تعالی ستر نعمت وباله او ویې ویل: افغان ولس د تېرې یوې پېړۍ په اوږدو کې د بې‌سارو قربانیو په پایله کې د نړۍ درې سترې امپراتورۍ ماتې کړې دي، چې دا د هېواد د تاریخ یو ویاړلی باب ګڼل کېږي.
دغه راز په مشاعرې کې شاعرانو، ترانه ‌ویوونکو او ترنم کوونکو د هېواد د آزادۍ پنځمې کليزې په مناسبت خپل ملي، حماسي او ولسي شعرونه، غزلونه او ترانې هم وړاندې کړل، چې د ګډونوالو له لوري یې تود هرکلی وشو.

۱۴۴۸/۲/۲۲ هـ ق

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۴:۸
Background image

بغلان ولایت مقام او اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ترمنځ د رسنیزې همغږۍ پر پیاوړتیا ټینګار

د بغلان ولایت مقام او د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو په یوې ناسته کې د رسنیزې همغږۍ او همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.
په دې ناسته کې د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي اسدالله. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۰:۲۲
Background image

ګرشک کې لسګونو تنو بېوزلو زده کوونکو ته د وړیا زده کړو زمینه برابره شوه

د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند د ګرشک ولسوالۍ د اطلاعاتو او فرهنګ مدیریت ښوونیز مرکز کې د درېیمي دورې لپاره ۱۰۰ تنو بېوزلو زده کوونکو ته د کمپیوټر پروګرامونو وړیا زده کړو زمینه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۸:۵۰
Background image

د زمري ۲۴مې د نمانځنې په موخه له لیکوالانو او فرهنګیانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د کونړ د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي نجیب الله حنیف په مشرۍ د زمري ۲۴مې (د آزادۍ ورځې) د ښې نمانځنې په موخه له لیکوالانو او فرهنګیانو سره د همغږۍ ناسته وشوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس. . .

BACK TO NEWS