د فرهنګ او هنر معين د یوه پلاوي په مشرۍ بامیانو ته په سفر ولاړ

wasim_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۹/۳ - ۱۳:۵۷
..

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین شیخ عبدالرحمن طیبي د یوه پلاوي په مشرۍ بامیان ولایت ته رسمي سفر وکړ او هلته یې د مشرتابه (حفظه‌الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د عامه پوهاوي په جوړ شوي سیمینار کې ګډون او وینا وکړه.
ښاغلي طیبي د مشرتابه (حفظه‌الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان پر محتوا، موخو او ټولنیزو اغېزو هر اړخیزې خبرې وکړې او ویې ویل: یاد فرمان په ټولنه کې د ځینو ناسمو او له اړتیا زیاتو لګښتونو د مخنیوي او د ټولنیزو رواجونو د اصلاح په موخه صادر شوی دی.
نوموړي زیاته کړه، چې د یاد فرمان د موخو د تحقق لپاره اړینه ده، چې د خلکو د پوهاوي کچه لوړه او د اسلامي ارزښتونو په رڼا کې د مناسبو او سالمو ټولنیزو دودونو د پیاوړتیا لپاره هڅې وشي.
همدارنګه د فرهنګ او هنر معین د علماوو، قومي مشرانو او فرهنګي شخصیتونو پر ګډ مسؤولیت ټینګار وکړ او ویې ویل: د ټولنې د ناسمو رواجونو په اصلاح، د اصیل فرهنګ په ساتنه او د عامه پوهاوي په پراختیا کې د یادو قشرونو همکاري مهمه ده.
د یاد سیمینار جوړېدل ‌د ۱۷مې ګڼې فرمان د محتوا د روښانتیا، د عامه پوهاوي د کچې د لوړولو او د مسؤولینو، علماوو، قومي مشرانو او ځوانانو ترمنځ د همغږۍ د پیاوړتیا په برخه کې مهم ګام بلل کېږي.

۱۴۴۸/۰۶/۱۳ هـ.ق

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۹/۴ - ۱۱:۴۱
Background image

د کابل پوهنتون لسګونو زده کړیالانو ته روزنیز سیمینار ترسره شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معینیت اړوند د عامه کتابتونونو ریاست له لوري په دغه ریاست کې د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي لسګونو تنو زده کړیالانو ته د عامه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۹/۴ - ۱۰:۵۲
Background image

د باختر آژانس رئیس زابل ته رسمي سفر وکړ

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د باختر آژانس رئیس او د کډوالو د عامه پوهاوي باصلاحیته استازي مولوي احسان‌الله حسان زابل ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ له. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۹/۴ - ۱۰:۴۹
Background image

د فرهنګ او هنر معین بامیان کې د شش پل لرغونې کاروان سرای څخه لیدنه وکړه 

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین شیخ عبدالرحمن طیبي د یو پلاوي په مشرۍ بامیان ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د شش پل لرغونې کاروان سرای څخه لیدنه وکړه.  
د فرهنګ او هنر معین د. . .

BACK TO NEWS