له قلموالو او د ټولنیزو رسنیو له فعالو ځوانانو سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

wasim_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۵۶
..

د روزګان په اطلاعاتو او فرهنګ ریاست کې د الرباط فکري او فرهنګي ادارې په همکارۍ د دغه ولایت له قلموالو او د ټولنیزو رسنیو له یو شمېر فعالو ځوانانو سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه.
د دغې غونډې موخه د قلموالو او د ټولنیزو رسنیو فعالو ځوانانو ترمنځ د لا ډېرې همغږۍ رامنځته کول، د لیکنې او فرهنګي فعالیتونو له لارې ټولنې ته خدمت، د اسلامي ارزښتونو او اسلامي نظام په اړه د پوهاوي خپرول او د دغو ځوانانو د فعالتیونو ستاینه او هڅونه وه.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي رحمت الله ریحان د روزګان ولایت د قلموالو او د ټولنیزو رسنیو د فعالو ځوانانو هڅې وستایلې او ویې ویل: د ټولنې د فکري او فرهنګي پرمختګ په برخه کې د ځوانانو علمي او فرهنګي فعالیتونه خورا مهم او ارزښتمن دي.
ښاغلي ریحان زیاته کړه، ځوانان د ټولنې مهمه برخه جوړوي او د هغوی استعدادونه، ابتکارونه او سالم فعالیتونه باید وستایل شي. نوموړي له قلموالو او د ټولنیزو رسنیو له فعالانو څخه وغوښتل چي د خپل قلم او استعداد څخه د اسلامي ارزښتونو، ټولنیز یووالي او د خلکو د پوهاوي لپاره کار واخلي او په خپلو لیکنو او فعالیتونو کې د ټولنې د اړتیاوو په پام کي نیولو سره مثبت پیغامونه خپاره کړي.
دغه راز د الرباط فکري او فرهنګي ادارې مسوول علي محمد درویش هم د قلموالو او ټولنیزو رسنیو فعالو ځوانانو فعالیتونه وستایل او ویې ویل: د ځوانانو استعدادونه او فکري وړتیاوې د ټولنې مهمه پانګه ده او د دوی د ظرفیت لوړونې او فرهنګي فعالیتونو د پراختیا لپاره باید ګډ کار وشي.
ورته مهال د غونډې ګډونوالو د دغې غونډې له جوړېدو خوښي څرګنده کړه او ویې ویل: د قلموالو او د ټولنیزو رسنیو فعالو ځوانانو ترمنځ دوامداره همغږي کولای شي د دوی فعالیتونه لا منظم کړي. دوی ډاډ څرګند کړ، چي د خپل قلم، فکر او استعدادونو په کارولو سره به د ټولنې د فکري او فرهنګي پرمختګ، د ځوانانو د پوهاوي او د اسلامي ارزښتونو د پیاوړتیا په برخه کي خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

۱۴۴۷/۴/۱۵ هـ ق

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۴۷
Background image

د لوحو او تبلیغاتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون مشورتي غونډه وشوه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معين ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ د لوحو او تبلیغاتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون مشورتي غونډه وشوه.
د غونډې په پیل کې، د کمېسیون منشي د یاد کمېسیون د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۰:۴۷
Background image

کاپیسا کې د ژورنالیستانو د ظرفیت لوړونې دوه ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

د کاپیسا کې د ژورنالیستانو د مسلکي ظرفیت لوړونې په موخه د رسنیزو اخلاقو او د ژورنالیزم اړوندو برخو کې دوه ورځنی روزنیز ورکشاپ پای ته ورسېد.
د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي کریم. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۰:۳۹
Background image

په کاپیسا کې ۷۰۰ تنو ځوانانو ته د وړیا زده‌کړو زمینه برابره شوه

د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، د حصه اول ولسوالۍ د رضاکارو ځوانانو د کمیټې په همکارۍ، په دغې ولسوالۍ کې د البیروني پوهنتون ترڅنګ د بې وزله ځوانانو لپاره وړیا ښوونیز مرکز جوړ. . .

BACK TO NEWS