په لوګر ولایت کې د ثور اتمه ( د کمونستانو پروړاندې د مجاهدینو د بریا ورځ) ولمانځل شوه
شنبه (۱۸ د شوال المکرم ۱۴۴۵ ) د لوګر ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د یوې غونډې په ترڅ کې د ثور اتمه (د کمونستانو پروړاندې د مجاهدینو د بریا ورځ)و لمانځل شوه،چې په غونډه کې د یو شمېر ملکي او نظامي ادارو مسؤلینو، دیني عالمانو، مشرانو، مجاهدینو او ځوانانو برخه اخیستې وه.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس رفیع الله صمیم خپلو خبرو کې د ثور اتمه د شوروي او کمونیستي ښکېلاک پر وړاندې د افغان مجاهدینو د غیرت او قوي عقیدې د بریا ورځ وبلله او زیاته یې کړه؛ له همدې امله په یوه پیړۍ کې د زړورو افغانانو په لاسونو درې زبرځواکي هېوادونه له شرمېدلې ماتې سره مخ شوي دي.
ورته مهال د ولایت سرپرست والي مولوي محمد انور دین پرور وویل: افغانستان د ویاړونو ډېرې ورځې لري، چې یو له هغو څخه د ثور اتمه د کمونیستي رژیم پر وړاندې د مجاهدینو د بریا ورځ ده او له ځوانانو څخه يې غوښتنه وکړه؛ چې د علم ترڅنګ، تخنیک، مطالعې، کار او زیار ته مخه کړئ، ترڅو هېواد مو د سیالانو سیال شي.
۲۰۲۴/۴/۲۷ ميلادي
۱۴۴۵/۲/۸ ھ ش