د زمري۲۴مې (د فتحې ورځې) په مناسبت پر دېوالونو‌ د لیکنو لړۍ پیل شوې ده

wasim_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۲۰:۵۱
...

د هېواد د اطلاعاتو او فرهنګ ولایتي ریاستونو مسوولینو وایي، چې د زمري۲۴مې (‌د فتحې ورځې) په مناسبت پر دېوالونو د حماسي او ملي شعارونو لیکلو لړۍ پیل شوې ده.

د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو مسوولین وايي، چې دغه پر دېوالونو لیکنې د خپلواکۍ د پنځمې کلیزې په مناسبت ترسره کېږي او ټاکل شوې ده؛ چې د ښارونو په ګڼ‌ مېشتو او له ګڼې‌ګوڼې ډکو سیمو کې د آزادۍ، اسلامي ارزښتونو او ملي یووالي په اړه پیغامونه ولیکل شي.

مسؤلینو زیاته کړه، چې د دې اقدام موخه یوازې د ښارونو ښکلا نه ده، بلکې هڅه کېږي چې د خلکو ترمنځ د خپلواکۍ غوښتنې روحیه پیاوړې، د هېواد د دفاع په برخه کې د مسوولیت احساس ژوندی او د ملي ارزښتونو د ساتنې انګېزه لا پیاوړې شي.

د مسوولینو په وینا؛ د افغانستان خلک مجاهد پروره، باعزته او د آزادۍ غوښتونکي دي، چې د تاریخ په اوږدو کې یې د خپلو نیکونو د قربانیو او سرښندنو له لارې د بېلابېلو اشغالګرو پر وړاندې مقاومت کړی او د هېواد خپلواکي او عزت یې ساتلی دی.

مسؤلینو ټینګار وکړ، چې د دې ویاړلي تاریخ ساتنه او راتلونکو نسلونو ته یې لېږدول د ټولو افغانانو ګډ مسوولیت دی.

۱۴۴۸/۲/۲۱ هـ ق

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۶:۲
Background image

د پښتو او دري ژبو لیکلار د سمون او یوالي پنځه ورځنی علمي او فرهنګي ورکشاپ پیل شو

یکشنبه نېټه (۱۴۴۸ ربیع الاول ۹مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معینیت اړوند د ژبو عالي شورا کمېسیون له لوري د «پښتو او دري ژبو لیکلار د سمون او یوالي» په نوم د ژبو د علمي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۱۶:۴۴
Background image

په ۸ ولایتونو کې ۴۴ لرغونې ساحې او تاریخي آبدات تثبیت او د حریم ټاکنه یې وشوه

د لرغون‌ پیژندنې کمېټې پلاوي غزني، زابل، اروزګان، کندهار، هلمند، نیمروز، فراه او هرات ولایتونو ته سفر وکړ او په ټولیزه توګه یې ۴۴ لرغونې ساحې او تاریخي آبدي وضعیت له نږدې وڅېړل. د یادو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۱۰:۴۵
Background image

غزني کې د یو شمېر ښوونځیو د فرهنګي کمیټو غړو ته علمي او فرهنګي سیمینار وړاندې شو

د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د پوهنې ریاست په همغږۍ د اسلامي ثقافت په مرکز کې د دې ولایت یو شمېر امارتي او خصوصي ښوونځیو د فرهنګي کمیټو غړو ته یو ورځنی علمي او فرهنګي. . .

BACK TO NEWS