هلمند کې د ښوونځي زده کوونکو ته د عامه کتابتون په اړه معلومات ورکړل شول

rahim_admin
Thu, Apr 25 2024 10:33 AM
Helmand province

چهارشنبه( ۱۵د شوال المکرم ۱۴۴۵) د هلمند ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست اړوند عامه کتابتون په اړه د لارښود خصوصي ښوونځي زده کوونکو ته معلومات ورکړل شول.

د عامه کتابتون مدير محسن عمري د ياد ښوونځي زده کوونکو ته وويل: د هلمند عامه کتابتون د زده کوونکو، محصلینو او د علم او پوهې مینوالو ته د زده کړې لپاره د معلوماتو ښه زمینه برابره کړې، نو باید چي پوره استفاده ترې وکړي.

ښاغلي عمري په عامه کتابتون کي د شته کتابونو راتلونکو پلانونو او پرمختګونو او دې ته ورته نورو برخو کي معلومات وړاندې کړه.

د لارښود خصوصي ښوونځۍ مدیر وويل: عامه کتابتون ملي شتمني ده او قوي کول یې زموږ او ستاسو د ټولو مسؤلیت دی. 

د یادوني وړ ده چي د هلمند عامه کتابتون مسؤلينو تر دې وړاندې هم د زیات شمېر ښوونځیو زده کوونکو ته د خپلو فعالیتونو او د مطالعې د ترویج په موخه معلومات ورکړي دي.


۲۰۲۴/۴/۲۴ ميلادي
۱۴۰۳/۲/۵ هــ ل