|
|||
|
ويناوې له وزير سره اړيکه مطبوعاتي اعلاميې
په واشنګټن کې د افغاني آثارو نندارتون
|
د افغانستان د ملي موزيم لنډه تاريخچه انسانانو په نړۍ کې د خپل پيدايښت له سباوون سره دخپل ژوند د دوام له پاره د خوراک،څښاک،پوښاک او استوګنځي په برخه کې اقدام وکړ او په دې ټولو برخو کې يې لومړني افزار،وسايل او لوازم جوړ کړل،همدا راز دوى لومړني هنري آثار په تيږو کې تصويرونه د تيږ توږنې له لارې ګټين څيزونه او بيا اوسپنيز، خاورين، لرګين څيزونه جوړ کړل او ورو_ورو صنايعو وده وکړه او د دوى ژوند پرمخ ولاړ؛ د پرمختګ په دوره کې انسانانو دې ته توجه وکړه چې د خپلو تيرو شويو نيکونو د لاس نښې خوندي کړي او په خوندي ځايونو کې يې وساتي او همدا وخت و چې د موزيمونو جوړولو ته اړه پيدا شوه. د ترلاسه شويو معلوماتو له مخې تر ټولو لرغونى موزيم هغه مصري موزيم دى چې له نن نه دوه زره درې سوه کاله وړاندې د بطليموس په وسيله د مصر په اسکندريه کې جوړ شوى و، تردې وروسته د اشخاصو په وسيله د لرغونو آثارو ټولولو دوام وکړ خو د شپاړسمې پېړۍ په اواخرو کې د لرغونو آثارو مينه وال ډېر زيات شول او پانګه والو د ځانونو له پاره زړو آثارو او شخصي کليکسيونونه جوړ کړل او بيا ځينې دا ډول کلکسيونونه په موزيمونو واوښتل. تر اوولسمې پېړۍ را وروسته د نړۍ په بيلابيلو هېوادونو کې په سوونو موزيمونه جوړ شول چې ځينې يې نړېوال شهرت لري لکه د فرانسې د لوور موزيم، دلندن بريټش موزيم د نيويارک عمومي موزيم، مصر فرعوني موزيم، دلاهور موزيم، دکراچۍ موزيم، د ايران ملي موزيم، د هند ملي موزيم او داسې نور. افغانستان چې د انسان د لاس پنځوس زره کلنې نښې پکې دي تر اوسه يې ډيرې برخې لا نا سپړلې پاتې دي او تر اوسه يې ډېر تاريخي آثار لا د ځمکې په زړه کې دي. له افغانستان نه ليږدونکي آثار له زر کلونو راهيسې خلکو پيژندل او نندارې به يې کېدلې لکه د باميانو ٣٥ متره او ٥٣ متره بودايي مجسمې چې له څه کم دوه زرو کلونو راهيسې يې بهرنيو او کورنيو نندارچيانو ننداره کوله چې دوه کاله وړاندې دتعصب،ورستو مغزونو او د وحشت کرغېړنو لاسونو په باروتو او بمونو له بېخه را ونړول او يا د بلخ،هرات،غور، کندهار، ننګرهار، سمنګان، غزني، هلمند او نورو سيمو آثار. په ١٩١٩ کال د افغانستان د خپلواکۍ تر لاس ته راتلو وروسته د پرمختګ د نورو کارونو د پيلېدو ترڅنګ د ملي موزيم جوړولو کار هم پيل شو، د افغانستان د اساسي تشکيلاتو او د پوهنې وزارت په نظامنانو کې ددې وزارت په تشکيلاتو کې د حفرياتو او موزيم ماموريت رامنځ ته شو،دې ادارې دنده درلوده چې د له فرانسوي هيات سره د شوي تړون له مخې هغه آثار چې د افغانستان برخه ده خوندي کړي،تنظيم يې کړي او په موزيم کې يې نندارې ته وړاندې کړي، تړون فرانسويانو ته حق ورکاوه چې له دوو سره ورته او مشابه آثارونه يو يې فرانسې ته وليږدوي. د افغانستان ملي موزيم په ١٢٩٧ کال د باغ بالا په ودانۍ کې د عجايب خانې په نامه جوړ شو چې لومړى ځينې زاړه حربي وسايل، د جهاد بيرغونه، لاسي کارونه ، د قران کريم او تفسير خطي نسخې او نادرکتابونه پکې راغونډ شوي وو، خو شپږ کاله وروسته دا آثار له باغ بالا نه د ارګ د باغچې کوټۍ ته راوړل شول، نور آثار يې ورسره يو ځاى کړل او د ١٣٠٣ کال د لړم په ٢٥ نېټه په داسې حال کې چې د پوهنې وزير فيض محمد خان او د باندنيو چارو وزير علامه محمودطرزي د موزيم په ارزښت او د تاريخي آثارو د ساتلو په ګټو ويناوې وکړې، د اعليحضرت غازي امان الله خان له خوا رسماً پرانيستل شو او د وخت لويانو ډير قيمتي شيان موزيم ته د سوغاتونو په توګه ورکړل. د ١٣٠٧ کال په کورني اړو دوړ کې د موزيم يو شمير مجسمې د امير حبيب الله کلکاني په امر ماتې، يو شمير آثار يې چور او يوه برخه يې پاتې شول، د هېواد تر نجات وروسته په موزيم کې پاتې آثار په دارالامان کې په يوه ودانۍ کې تنظيم شول او له دې سره موزيم په ښه ډول ترتيب شو؛ آثار يې په تاريخي دورو ووېشل شول او د سکو، مجسمو، ډبرليکونو او نورو له پاره بېلا بېلې خونې وټاکل شوې او د کابل موزيم نوم پرې کېښودل شو. په ١٣٣٦ کال کې موزيم له يونسکو سره تړون وکړ او کابل موزيم د نړېوالو نورمونو په رڼا کې له سره تنظيم شو او هم د موزيم ګڼ آثار په نړيواله توګه ثبت شول. په ١٣٥٣ کال کې موزيم نور هم انکشاف وکړ او خاصه توجه ورته وشوه، د موزيم تر جوړېدو وروسته د هېواد په بېلا بېلو برخو کې تاريخي کيندنې وشوې او د هېواد له بېلا بېلو برخو نه تاريخي آثار کابل موزيم ته راوړل شول او هم په ځينو ولايتونو کې منقول او غير منقول موزيمونه جوړ شول لکه په غزني کې يو منقول او بل د سردار غونډۍ غير منقول موزيم، دکندهار موزيم، د هرات موزيم، د ميمنې موزيم، دبلخ موزيم، د باميان غير منقول موزيم، د ننګرهار د هډې غير منقول موزيم او ځينې نور واړه واړه موزيمونه.د کابل د ملي موزيم زيانونه هغه وخت پيل شول کله چې شورويانو د وژلو حاى ته د حفيظ الله امين د لېږلو پرېکړه وکړه، امين ته يې وويل چې موزيم له دارالامان نه ارګ ته راوړي او دى له ارګ نه دارالامان ته وليږي، د موزيم ډير نفيس او قيمتي آثار په ډېر بېړني ډول بې ځايه شول چې په دې ترڅ کې يو شمير نفيس آثار مات شول او يو شمير قيمتي آثار غلا.د نجيب د حکومت پر وخت موزيم بيرته په دارالامان کې خپل پخواني ځاى ته نقل شو خو دده تر سقوط وروسته د تنظيمي جګړو په دوران کې له بهرنيو قاچاقبرانو سره په سلا د کابل ملي موزيم چور او د تاريخ دغه زړه خونه تالا والا شوه، د ولاياتو اکثره منقول او غير منقول موزيمونه چور شول، څه مجسمې چې پاتې وې د هغوى يوه لويه برخه د طالبانو په دوره کې له منځه يووړل شوه.د طالبانو تر ماتې وروسته د ملي موزيم ځينې غلا شوي آثار بېرته هېواد ته راوړل شول او ځينې نور يې هم لا تر اوسه په يو شمير هېوادونو کې شته چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت يې د ډيپلوماټيکو لارو څارنه کوي . |
عامه کتابتون
اطلاعات
|
|
| Powered By: Yoon Network | |||