لنډ مهاله او منځ مهاله ستراتیژي
(د 1386 کال د جوزا 8) سریزه : دا وزارت چې د وظیفې له مخې د ځوانانو، کلتور، توریزم او رسنيو چارې پر مخ بیایي د حکومت یوه کلیدي اداره ده.چې په لاندې څلورو برخو کې صلاحیت لري: - فرهنګ - اطلا عا ت او رسنۍ - ځوا نان - تو ریزم د وزارت رسمي نوم د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دی. اهداف : د اطلاعاتو او فرهنګ د وزارت هدف دادی چې په ریښتنې توګه د افغانستان کلتوري ارزښتونه وساتل شي او ورته وده ورکړل شي، د غلاشوو لرغونو شتمنیو ډېره برخه بېرته راستنه شي، ملي هویت و پالل شي او د افغانستان فرهنګي تنوع وژغورل شي، ازادې، مسوولې او ګڼ نظره رسنۍ وده وکړي، په افغانستان کې د خوارۍ له کمولو سره د مرستې کولو په خاطر توریزم ته مناسبه پراختیا ورکړل شي او د افغا نستان ځوانانو ته د دې زمینه برابره شي چې د حکومتدارۍ د ودې او د افغانستان د دیموکراتیکو موسسو د پیاوړتیا له لارې خپل ځای تثبیت کړي. د سکتور مجموعي اهداف او نتایج: په افغانستان کې د لسیزو اوږدې جګړې په جر یان کې افغانان له مهاجرتونو، بې قانونيو، غریبۍ او د پردیو د فرهنګي یرغل څخه ځورېدلي دي. ښاري سیمو او بهر ته د ګڼ شمېر کلیوالو وګړو د ډله ییز لېږد په نتیجه کې عنعنوي ټولنیز جوړښتونه کمزوري شول او حتی له منځه ولاړل. ددې کلونو په جر یان کې هغه څو زره کلنې ټولنیزې اړیکې چې قدرت په کې د ولسي مشروعیت پر بنسټ وېشل شوی و په داسي یو سیستم واوښتې چې واک پر ګوندي اړیکو او د وسلو پر زور متکي و. هغه په میلیونونو افغانان چې په زور د افغا نستان نه همسایه هیوادو ته تللو ته مجبور شوي وو د مهاجرو په کمپونو کې په داسې شرایطو کې اوسېدل چې نه یې ځان ته یو باثباته ژوند جوړولای شو او نه یې په کې د معیشت امکانات برابرېدل. دغو مهاجرینو ،چې واړه کلي یې په لویو ګڼ نفوسو ځایونو بدل شوي وو،خپل عنعنوي ژوند او کلیوالي روابط نور نه شواى ساتلای خو په دې هم نه توانېدل (یا اجازه نه ورکول کېده) چې د ښاري ژوند سره تطابق پیدا کړي. یو شمېر نورو مهاجرینو شتمنو هېوادونو ته پنا یوړه . که څه هم د دوی د ژوند مادي شرایط نسبتاً ښه وو خو دوی بیا د فرهنګي تناقضاتو سره لاس او ګرېوان وو. د افغانستان ډله ییزو رسنیو د 1350 په لسیزه کې، د یوه نسبتاً خفیف سانسور په سیوري کې، په چټکتیا پرمختګ و کړ. د رسنیو توجه ښاري باسواده کړیو ته وه او د دولت په انحصار کې رسنیو دا هڅه کوله چې ملي هویت ته وده ورکړي او له پاسه تحمیل شوي تربیوي او پرمختیایي پروګرامونه عملي کړي. د شوروي یرغل په نتیجه کې پر دولتي مطبوعاتو سانسور تر پخوا لا شدید شو او د مقاومت له خوا یو جانبه معلوماتي سیستم کارول کېده. په 1370 لسیزه کې د طالبانو رژیم له راډیو شریعت او یو څو اخبارونو پرته ، چې هغه د طالبانو د خپلو تبلیغاتو وسایل وو، پر ټولو رسنیو بندیز و لګاوه. په همدغه موده کې جلا وطنه افغانانو له هېواده بهر په لسګونو خپرونې را ووېستلې چې ډېرو لږو کسانو ته رسېدلې. د طالبانو د رژیم تر ړنګېدو ورسته دا یو ضرورت و چې د ازادو، کثرت ګرا ډله ییزو رسنیو ملا تړ وشي . په ځانګړې توګه هغه رسنۍ چې ښځو او ځوانانو ته متوجه وې د نړۍوالې ټولنې او د پرمختیایي سازمانونو د اجندا د سر په کتار کې وې. نړېوالې صحنې ته د افغانستان بیا ور ننوتل د معلوماتو د تکنالوژۍ له چټکې ودې او پرمختیا سره هم مهاله وو. د رسنیو وده او همغږي او جیوپولیتیک واقعیتونه د سیمه ییزو نوښتونو د پیدا کېدلو باعث شول او بېرته راستنو شویو مهاجرینو د افغانستان د فعالینو او د عمومي تکنالوژیک چاپېریال تر منځ د اتصال د کړۍ رول ولوباوه. د رسنیو بېلابېلې سروې ګانې دا ښیي چې په افغانستان کې د رسنیو استعمالوونکي اوس ډېر شعوري دي او پر رسنیو د باور کچه خورا لوړه ده. راډیو د معلوماتو د خپرولو تر ټولو عامه وسیله ده خو تلویزیون هم په ښاري سیمو کې په چټکتیا سره وده کوي . بېلابېل مینه وال بېلابېلې رسنۍ خوښوي. د فرهنګ په سکتور کې د هېواد د ملموسو او ناملموسو میراثونو ساتنه یوه خورا مهمه دنده ده. افغانستان به ډېر ژر د فرهنګي تنوع او د ملموسو او نا ملموسو میراثونو د ساتنې د نړۍوالو کنوانسیونونو سره یو ځای شي. د افغانستان د نړۍوالو تعهدونو سره ځان عیارول به د وزارت د مرکزي مسایلو حیثیت ولري. توریزم،په تېره بیا د اسلامي نړۍ او فرهنګ سره تړلی توریزم، په افغانستان کې د بهرنیو اسعارو د لاس ته راوړلو ډېره ښه سرچینه کېدلای شي. د تخمین له مخې افغانستان کولای شي چې په کال کې او څلورو او اوو میلیارده امریکایي ډالرو ترمنځ عواید د توریزم له لارې پیدا کړي. افغانستان خورا زړه وړونکې طبیعي منظرې، غني تاریخ او عنعنوي فرهنګ لري. سره له دې هم لازمه ده چې د توریزم په اړه په ډیر احتیاط اقدام وشي. د 1350 لسیزې په وروستیو کلونو کې د توریزم صنعت په افغانستان کې په راټوکېدو شو. په 1356 کال کې نېژدې 200000 تنه سیلانیان افغانستان ته راغلي وو خو دلته یو څه دقت ته اړتیا شته: د توریزم چټکې ودې افغانستان له هغه یوازې والي څخه راویوست چې په جهاني سطح ورسره مخ و. ډېر هغه کسان چې تش د سیلانیانو په توګه افغانستان ته راغلي وو هغه وخت د افغانستان نه ستړي کېدونکي ملاتړي شول چې د هېواد موجودیت په خطر کې و. خو د 1350 کلونو توریزم یو تور مخ هم درلود: ګڼ شمېر ځوان هیپیان افغانستان ته د ښه کیفیت لرونکو ارزان بیه مخدراتو په خاطر راتلل. که چېرې دغه حالت په همدې شان څو کاله دوام کړی وای نو د توریستانو له امله به په افغانستان کې د پیدا شوي اخلاقي فساد مخنیوی ناشونی کار وای. په هر صورت د 1357 کال له کودتا سره نوی راټوکېدلی د توریزم صنعت ډېر ژر له منځه ولاړ او اوس چې افغانستان د یو نا امنه هېواد په توګه پېژندل شوی د دې صنعت بیا را ژوندي کول ستونزمن کار دی. د بشري جغرافیې له نظره افغانستان یو ځوان هېواد دی چې نېژدې نیمایي نفوس یې له شپاړسو کالو او په سلو کې 67 له پینځه ویشتو کالو کم عمر لري. د تعلیمي امکاناتو او اقتصادي ثبات نشتوالی د دې باعث دى چې ډېر ځوانان له تعلیم څخه بې برخې دي او د کار امکانات نه لري. په دې شرایطو کې په افغانستان کې د رسنیو او فرهنک د پرمختګ له پاره د یوه جامع، اوږدمهالي ستراتېژیک چوکاټ جوړول د دې ایجاب کوي چې شته ستونزې، ننګونې او امکانات په دقیق ډول و څېړل شي او اکاډیمیک برخورد او د وړاند وینې پیاوړي ظرفیتونه غواړي. د دغې اوږدمهالې ستراتیژۍ طرح کول د وزارت په لومړیتوبونو کې راځي. په دې اړه به کار همدا اوس پیل شوى او د نړۍوالو سازمانونو، خصوصاً، یونسکو څخه به مرسته وغوښتل شي. په همدغه مهال کې وزارت خپل لنډ مهالي او منځمهالي هدفونه چې په راتلونکو پینځو کلونو کې ور ته رسېدل ممکن دي تشخیص کړي دي. غوښتل شوې نتیجې 1 - رسنۍ: رسنۍ د افغانستان د ملي ودې د ستراتیژۍ د ګډو مسایلو یوه برخه د افغانستان د ملي ودې په ستراتیژۍ کې د تعلیمي ګروپ له پاره داسې هدف ټاکل شوی دی: «رسنۍ : رسنۍ ازادې، کثرت ګرا، او په ټول هېواد کې د لاسرسي وړ دي او د افغانانو له ژوند سره مناسب د لوړ کیفیت درلودونکي معلومات تولیدوي. » وزارت له دغه هدف سره همغږی دی خو بیا هم غواړي چې رسنیو ته د ګډو مسایلو د یوې برخې په سترګه وکتل شي او د بېلابېلو کلیدي ساحو د ودې په اهدافو کې ورته توجه وشي. د دې کار ضرورت په صریح ډول ټولو هغو کاري ګروپونو چې د رسنیو په برخه کې یې کار کړی - د ملي ژورنالیسانو له پاره د سیاست له مشورتي ګروپ څخه نیولې د رسنیو د مسلکي سازمانونو پورې - تشخیص کړی دی. تکنالوژیک ورته والی ، د مخالفینو او د هغو سازمانونو له لوري چې په افغانستان کې د اقتصادي ګټو په خاطر له بهر نه فعالیت کوي د رسنیو او معلوماتي تکنالوژیو استعمال دا ایجابوي چې وزارت او د رسنیو مسلکي کسان د امنیت، حکومت دارۍ، د طبیعي زېرمو د ادارې، تعلیم، روغتیا، د کلو د پراختیا، د کرهڼې د توسعې، د ټولنیز حمایت او خصوصي سکتور په خورا کلیدي ساحو کې له سیاست جوړوونکو سره همکاري وکړي. رسنۍ دANDS د ګډو مسایلو د برخې په حیث ګڼل به دا ممکنه کړي چې مهم پروګرامونه او موجود ګډ مسایل لکه د جنسیت مسئله، د مخدراتو سره مبارزه، منطقوي همکاري، د ظرفیتونو لوړول، د چاپېریال ساتل او رسنۍ په یوه سطح کې راشي. په دې ډول به – د ملګرو ملتونو د اصلاحاتو د پروسې په رڼا کې - د رسنیو د سکتور له پاره د ډونرانو له خوا د تمویل چانسونه ډېر شي ځکه چې د ساحوي کار پر بنسټ د تمویل ، د فقر د له منځه وړلو د پروګرامونو د تمویل او په مرکزي ډول ایجاد شوي له بودجې بهر تمویل یوازې د هغو سکتورونو پر مخ پرانیستی دی چې د ملي و دې په ستراتیژیو کې ځای ولري. افغانستان د بشر د حقوقو نړۍواله اعلامیه لاسلیک کړې ده. دغه اعلامیه په خپله نولسمه ماده کې وایي : « هر څوک د نظر او بیان د ازادۍ حق لري. په دې حق کې پرته له مداخلې د نظر د ښکاره کولو حق او په هره وسیله - بې له دې چې سرحدونه په پام کې ونیول شی- د معلوماتو او د فکرونو د لټولو، لاس ته راوړلو او واردولو حق هم شامل دی.» د رسنیو ډېرښت او کثرت ګرایي په افغانستان کې د طالبانو له را پرزېدو وروسته د نوې ډیموکراسۍ خورا ستره لاسته راوړنه ګڼل کېږي. په شورا کې د رسنیو پر قانون د بحث پر مهال د رسنیو مسلکي کسانو د قانون جوړولو په پروسه او د قانون په تعدیدلولو کې خورا رغنده ونډه واخیسته. همدا راز د رسنیو مسلکي کارکوونکي په دې هڅه کې دي چې د رسنیو د اخلاقو یوه داسې اصولنامه جوړه کړي چې د رسنیو کارکونکي د هغې په رڼا کې د کلک انظباط او مسئولیت د اصولو سره سم کار وکړي. وزارت په دې برخه کې خپل نقش په بېلابېلو ابعادو کې ویني: - د رسنیو د سکتور د مسلکي پرمختګ ملاتړ. د نورو ملي ادارو سره په همکارۍ کې به وزارت هڅه وکړي چې په افغاني پوهنتونونو کې د ژورنالیزم د مسلکي زده کړو له پاره یو د معیاري نصاب د جوړولو په موخه هر ډول مرستې را جلب کړي. اکاډیمیکې زده کړې به د لیسانس، ماسټرۍ او ډاکټرۍ تر کچې ورسېږي او د مسلکي او تخنیکي زده کړو موسسې او انستیتوتونه به د لنډې مودې د مسلکي کورسونو او د کار په ضمن کې د زده کړو له لارې د رسنیو د کارکوونکو د پوهې د سطحې په لوړولو کې برخه واخلي. - د رسنیو د مسلکي اتحادیو ملاتړ. خپل ځان په خپله تنظیمول د مطبوعاتو د ازادۍ د تامینولو اساسي اصل دی. د افغانستان د رسنیو کارکوونکي باید د مسئولو رسنیو د ودې ضرورت درک کړي او د فاع ترې وکړي. وزارت دا خپله دنده ګڼي چې د رسنیو د مستقلو اتحادیو له پاره یو ملاتړکوونکی چاپېریال ایجاد کړي. - معلوماتو ته لاس رسی. وزارت ته به د قانون پوهانو او تخنیکي ماهرینو سره په همکارۍ کې د شفاف، مسئول او حساب ورکونکى ژورنالیزم د ودې له پاره قانوني چوکاټونه جوړ کړي. همدا راز به وزارت د خپلو موسساتو له لارې د ژورنالیستانو د ازاد قضاوت او تحلیلي پیاوړتیا په موخه ازادو رسنیو ته د معلوماتي سرچینو، فکري مرکزونو او ډېټابېسونو څخه د وړیا ګټه اخیستلو امکانات برابر کړي. - وزارت به د خپرونو د جواز ورکولو په اړه شفاف او عادلانه سیاست غوره کړي. په دې برخه کې به د تجارتي اعلانونو او د ذهني ملکیت اړوند مسایلو ته پوره پاملرنه وشي. - وزارت به د هېواد له نوي غوړیدونکي طباعتي سکتورڅخه ملاتړ وکړي او داسې قانوني-سیاسي چوکاټونه به جوړ کړي چې د هېواد ټول قومونه او ټولنې په داخلي ژبو چاپ شوي مواد لاس ته راوړلای شي. - وزارت به له بهرنیو او کورنیو مرسته کوونکو مراجعو سره د مذاکرو له لارې هڅه وکړي چې د رسنیو کارکونکي له سکالرشیپونو او تربیوي پروګرامونو څخه په استفادې معلوماتو او نړۍوالو رسنیو ته لاس رسی ولري. - وزارت به د یوې داسې ملې خپروونکې موسسې په وده کې برخه واخلې چې هم د هېواد د ننه او هم له هېواده بهر د ځمکنیو وسایلو او سټلایټ له لارې خپل اثر ښکاره کړای شي. - د بیان ازادي د ټولنیز مسئولیت په مشترک درک پورې تړلې ده. وزارت به د رسنیو له مسلکي کارکوونکو سره د تفاهم او همغږۍ د ازاد ډیالوګ له پاره زمینه مساعده کړي. وزارت په دې عقیده دی چې افغانستان د خپل پرمختګ په اوسني پړاو کې - چې نوی له جنګه راوتلی هېواد دی - دولت سره تړلو مطبوعاتو ته اړتیا لري. خصوصي رسنۍ خپلې ګټې او ننګونې لري. په همدې علت یو شمېر خورا حساس موضوعات لکه د ښځو د حقوقو په هکله پالیسي، عامه روغتیا، ملي امنیت، د افغانستان فرهنګي پایښت او د ملي ارزښتونو ساتل د خصوصي سکتور له لارې په معقول ډول نه شي تامینېدای. - په دولتي رسنیو کې د بیان ازادي به د خصوصي رسنیو سره یوشان تضمین کېږي. - د دولتي رسنیو طباعتي پالیسي باید د دولت د درې ګونو ارکانو (مقننه ، اجراییه او عدلیه قوو) په لارښونه طرح شي. - د افغانستان ملي راډیو تلویزیون به د لوړ کیفیت درلودونکي فرهنګي او تربیوي پروګرامونه خپروي او د افغانستان د نا ملموسو فرهنګي میراثونو ساتل په یې د لومړیتوبونو د سر په کتار کې وي. همدا راز به د افغانستان ملي راډیو تلویزیون له لېرې د زده کړو پروګرامونهDistance Learning Programs هم خپروي. - د باختر اطلاعاتي اژانس به تدریجاً خپله د پوښښ ساحه په هېواد کې دننه او له هېواده بهر پراخه کړي. خصوصي رسنیو ته به د باختر اطلاعاتي اژانس د خبرونو د لاس ته راوړلو په برخه کې خاص امتیازات ورکول کېږي. - دولت پورې تړلې ورځپاڼې باید پر خپلو نشراتي پالیسیو او د توزیع پر سیاست له سره غور وکړي ، خپله خبري اغیزمنتیا لوړه کړي او له مالي پلوه پر پښو ودرېږي. همدا راز د راډیو تلویزیون پرمختګ او د الکترونیکو تکنالوژیو عامېدل به وزارت دې ته وهڅوي چې په ولایاتو کې د خپرېدونکو چاپي رسنیو په برخه کې لازم تدابیر ونیسي. وزارت به د حقوق پوهانو او د رسنیو د مسلکي کسانو یو مشورتي بورډ جوړ کړي چې د قانونونو او مقررو د جوړولو پروسه لا اغیزمنه شي. وزارت به د ټولو ممکنو فرصتونو څخه استفاده وکړي چې مخکې له دې چې د قانون یا مقررې مسوده قانون جوړوونکي اورګان ته وسپاري د اړوندو کسانو او سازمانونو سره پراخې مشورې و شي. کله چې قانون تصویب شي یا مقرره نافذه شي بیا به هم وزارت د هغه د تطبیق د عملي لارو چارو په برخه کې د خپلو کاري مشترکینو همکارۍ ته پوره توجه وکړي. 2 - فرهنګ جنګونو، جلا وطنیو، مهاجرتونو، فقر او د تعلیمي زېربناوو نشت والى عنعنوي ارزښتونه کمزوري کړل او بې ساري فرهنګي وارداتو حتی د فرهنګ په ډګر کې هم افغانستان په یو مصرفي هېواد بدل کړی دی. دا به مبالغه نه وي که د افغانستان د اوسني حالت د بیانولو له پاره د «فرهنګي یرغل» اصطلاح و کارول شي. د دې له پاره چې افغانستان د څو زره کلنې فرهنګي ودې د خاوند هېواد په صفت ژوندی پاتې شي نو باید چې خپل ملي هویت بیا بیا تثبیت کړي. د شوروي تجاوز او تنظیمي جګړو پر مهال د افغانستان ملي یو والی په وارو وارو د خارجی او تنظیمي ګټو په خاطر له ګواښ سره مخ شو. ملت جوړونه د ننني افغانستان تر ټولو مهمه اړتیا ده. د دې کار له پاره لازمه ده چې افغانان په خپل ملي هویت - چې د دوی له اسلامي هویت سره په کلکه تړلی دی – بیا بیا ټینګار وکړي. همدا راز د افغانستان ارزښتناک لرغونی میراث یا ویجاړ شوی دی او یا غلا شوی دی. له بده مرغه نړۍوالې ټولنې چې د افغانستان د بیارغونې په برخه کې تعهد درلود فرهنګي بیا رغونې ته لږه توجه وکړه، که څه شوي هم دي تر ډېره حده د لرغونو اثارو د بیا رغولو او د غلاشوو شتمنیو په بېرته لاس ته راوړولو پورې محدود پاتې شوي دي. وزارت عقیده لري چې د افغانستان فرهنګي بیا رغونه د ملموس (مادي) او غیر ملموس (معنوي) فرهنګ بیا رغونه یوه ریښتینې ننګونه ده چې هر اړخیزه پالیسي او ستراتېژي غواړي. - د افغانستان ملي هویت د افغانستان د ټولو خلکو له ګډو ارزښتونو او د هېواد د هر قوم له ځانګړتیاوو څخه جوړ دی. د ملي هویت بیا تثبیتول په دې مانا دي چې هم به ګډو ارزښتونو او هم به د هېواد د بېلابېلو قومونو مشخصاتو ته یو شان په درنه سترګه کتل کېږي او ټول به منل کېږي. د دې له پاره چې افغانان وکړای شي چې خپل ځان د دولت په جوړښت کې تمثیل شوی وویني لازمه ده چې دولت په خپله د ټولنې ټول اجزا تمثیل کړي. تجربې ثابته کړې ده چې د قومي اړیکو پر بنسټ د قدرت تقسیم مثبته نتیجه نه لري په تېره بیا هغه وخت چې «ملت جوړولو» ته د اصلي هدف په سترګه کتل کېږي. سره له دې چې وزارت دا مني چې په دې برخه کې انډول ضروري دی خو دې هدف ته د رسېدلو تر ټولو ښه لار د اداري اصلاح او غیر مرکزي کول دي. وزارت په دې اند دی چې د افغاني ټولنې ټولې برخې په مساوي توګه د کاري ظرفیتونو څخه برخورداره دي. وزارت به همداراز هغې فرهنګي تنوع ته چې د افغاني ټولنې ټول قومي ګروپونه منعکس کړای شي لازمه توجه وکړي. دولتي رسنۍ او په تېره بیا ملي راډیو تلویزیون به په دې برخه کې مخکښ رول ولوبوي. - په افغانستان کې د هغو سترو ژبنیو ګروپونو په خوا کې چې په اساسي قانون کې یې یادونه شوې ده ګڼې نورې ژبې هم شته چې د ویونکو شمېر یې لږ دی. فرهنګي تنوع ته زموږ ژمنتیا دا ایجابوي چې دې ژبو او کلتورونو ته هم ځانګړې پاملرنه وشي. د ژبنیو، هنري او انتروپولوژیکي موادو آرشیف کول – د دغو فرهنګي ټولنو د یاد د خوندي کولو په خاطر – یو عمده اولویت ګڼل کېږي. - وزارت به د نړۍوالو او کورنیو همکارانو سره د ملت د ملموسو او نا ملموسو فرهنګي شتمنیو د ساتلو په برخه کې ګډې هڅې لا ډېرې کړي. د افغانستان د فرهنګي خزانو یو جامع او پوره صورت حساب به جوړ شي. - فرهنګي یرغل دوه بېل اړخونه لري. لومړی اړخ یې د فرهنګې راکړې ورکړې طبیعي پروسه ده چې په ګاونډیو هېوادونو کې او په غرب کې د جلاوطنو افغانانو خورا ګڼ شمېر لا شدیده کړې ده. څرنګه چې د افغانستان کورني فرهنګي تولیدات (کتابونه، فلمونه، موسیقي، تیاتر، ...) د نشت په شمېر دي بهرنیو فرهنګي تولیداتو په طبیعي ډول دغه تشه ډکه کړې ده. د دې تمایل د منفي اغیز د کمولو له پاره باید د ملي هویت په پیاوړي کولو او افغاني فرهنګي شتمنیو ته په ارزښت ورکولو ټینګار وکړو. دوهم اړخ یې د کوچنیو خو د تبلیغاتو له خوا ځواکمنو ډلو د شعوري فعالیت نتیجه ده. دلته بیا هم د مقابلې یواځینۍ لاره د هېواد د ځوانانو تعلیم او هغوی ته د ریښتینو، بې پرې، د باور وړ جدي معلوماتو رسول دي. - د افغانستان د فلم صنعت د ډیر پرمختګ استعداد لري. ګڼې ټلویزونې شبکې شته او دوی اړتیا لري چې په کافي اندازه سینمایي تولیداتو، ټلویزوني فلمونو، مستندفلمونو، سریالونو ته لاس رسی ولري. په افغانستان کې د سینماګانو شمېر لږ دی په داسې حال کې چې د ګڼو سینماګانو موجودیت یو ضرورت ګڼل کېږي. ملي سینمایي تولیدات له نشت سره برابر دي نو دغه تشّه د «بالیووډ» تولیداتو او یو محدود شمېر ایراني فلمونو ډکه کړې ده. حتی غربي سینما هم په هېواد کې ، د دوبلاژ د امکاناتو د ضعف په نتیجه کې، ډېر لږ ځای لري. افغانستان یو شمېر هنرمندان لري چې کولای شي چې د فلم جوړولو صنعت له سره پیل کړي. که هېواد خپل فعالیتونه په دې ساحه کې بېرته شروع کړي نو د نوو اکتورانو او فلم جوړوونکو د روزلو چارې به اسانې شي. څرنګه چې افغان فلم جوړوونکي د عنعنوي سینمایي تخنیکونو له پاره مناسب وسایل نه لري نو په افغانستان کې د سینما صنعت ته د یو تازه خوځښت د ورکولو تر ټولو آسانه او عملي لار د ډیجیټال تخنیکونو خپلول دي. په میاشت کې کم له کمه یو سینمایي فلم تولیدول – چې د ډیجیټال تکنالوژۍ په مرسته جوړېږي – یو معقول هدف برېښي. افغان فلم به د عملي او واقعبینانه مقرراتو د جوړولو له لارې په دې برخه کې رغنده رول ولوبوي چې خصوصي فلم سازان د افغانستان په فلمي صنعت کې خپل مناسب ځای ومومي. په افغانستان کې سینماګانې لږې دي. وزارت به ټول ممکن امکانات په کار واچوي چې خصوصي سکتور دغه خلا ډکه کړي. دولت پورې تړلې سینما ګانې به تدریجاً د هغو تولیداتو د ښوولو له پاره وقف شي چې هنري – ازمایښتي بڼه ولري. - افغانستان د موسیقۍ غني عنعنه لري. د 1350 نه تر 1370 پورې دوې لسیزې د موسیقېۍتولیداتو د غوړېدا دوره وه. له بده مرغه په وروستۍ لسیزه کې یو ګڼ شمیر موسیقي پوهان او هنرمندان جلا وطنه شول او نوي نسل ته لا داسې موقع په لاس نه ده ورغلې چې د افغانستان په هنري فضا کې خپل ځای ومومي. افغانستان د خپلو پخوانیو عنعنو په بیا را ژوندي کولو او د معاصرو تمایلاتو سره سم د نویو هنري تخنیکونو په خپلولو کولای شي چې خپلې موسیقۍ ته بیا وده ورکړي. د موسیقي ښوونځي باید وده وکړي او د هېواد د پوهنتونونو په نصاب کې د موزیک پېژندنې اکاډیمیکې زده کړې په تدریج سره شاملې شي. - په افغانستان کې د کتاب صنعت ته د ودې ورکولو په خاطر یوه هر اړخیزه طرح (چې لیکوال، خپروونکي، کتاب پلورونکي، عامه او خصوصي کتابتونونه، د موسساتو خپرونې، لوستونکي، .... ټول په کې په نظر کې نیول شوي وي) د «کتاب سیاست» تر عنوان لاندې ترتیب شوې ده. دغه سیاست ته د یو ملي لومړیتوب په سترګه کتل کېږي. - په ملي او ولایتي موزیمونو کې به د زاړه هنر، لرغونو آثارو، د بشري جغرافیې اړوند موادو، نوي هنر او لاسي صنعتونو ته نندارتونونه جوړ شي. د کابل موزیم به عصري کړای شي او ګڼ ولایتي موزیمونه به جوړ شي. - د افغانستان پېژندل شوي لرغوني آثار به وژغورل شي او ترمیم او وقایه به شي. همدا راز به نوې کیندنې هم وشي. په دې برخه کې د لرغونو آثارو قاچاق او غیر قانوني کیندنې یوه ستره ستونزه ده. د نړۍوالو پولیسو سره همکاري همدا اوس هم شته. دا همکاري به لا پیاوړې شي. د نا کیندل شوو یا قسماً کیندل شوو ساحو ساتنه هم یوه ریښتنې اندېښنه ده. د پولیسو یو کوچنی ځواک شته چې د لرغونو سیمو د ساتلو دنده لري. دا پولیس باید تقویه او تجهیز شي چې د قاچاق وړونکو او چورکوونکو کسانو په مخنیوي کې اغیزمنه شي. - افغان تیاتر چې په 1350 لسیزه کې د غوړېدو په حال کې و په دې وروستیو 15 کلونو کې له رکود سره مخ دی. د افغان تیاتر بیا را ژوندي کول هم د نمایشنامو د لیکلو په برخه کې او هم د تیاتري نندارو د ودې په برخه کې ضروري دي. - ملي آرشیف ته به وده ورکړل شي او ظرفیت به یې لوړ شي. - د دې له پاره چې د افغانستان فرهنګي ځانګړتیاوې هم له غیر قصدي خرابوونکو فعالیتونو څخه او هم د شعوري بد خواهانو د یرغل په وړاندې وساتل شي د یو لړ قوانینو او مقررو په جوړولو کې به لازم اقدامات وشي. ● د کاپی رایټ قانون چې هنرمندانو او تخلیق کوونکو ته به اجازه ورکړي چې د خپلو تخلیقي کارونو په برکت ځان ته روزي پیدا کړي او د غلاوو ښکار نه شي. دا قانون به همدا راز افغانستان د دې جوګه کړي چې د تجارت د نړۍوال سازمان له غوښتنو سره څان عیار کړي. ● د اعلاناتو قوانین او مقررې به د آزاد رقابت له پاره زمینه مساعده کړي او د تجارتي اهدافو له پاره به د ملي او ټولنیزو ارزښتونو د استعمالولو مخه ونیسي. ● د انسانانو د قاچاق او فحشا پر ضد قوانین او مقررې به افغانستان د نړۍوالو د معیارونو سره همغږی کړي او په ټولنه کې به اخلاقي روغتیا محفوظه کړي. ● ... - په نړۍ کې د افغانستان تصویر اکثرا د جګړې، ترهګری، بنسټپالنې او ناخوندیتوب سره تړلی دی. د دې له پاره چې په دې برخه کې یو جوت تغیر راشي لازمه ده چې افغانستان په ټوله نړۍ کې خپلې فرهنګي شتمنۍ ښکاره کړي او د نړۍ ګوټ ګوټ ته د |