|
|||
|
|
د لوى استاد علامه حبيبي لمانځنه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په نيږدې راتلونکي کې د لوى استاد علامه عبدالحى حبيبي د زوکړې د سلمې کليزې په وياړ يوه علمي څيړنغونډه جوړوي ددغې خيړنغونډې په مناسبت به هم د خداى بښلي علامه حبيبي ځينې ناچاپ آثار چاپ شي او هم به د افغانستان د تاريخ ،ثقافت او ژبو په اړه يو لړ نور علمي او خيړنيز آثار خپاره شي . هغه پوهان او څيړونکي چې په دغو برخو کې ليکنې لري کولاى شي خپل آثار د ارزونې لپاره د سمينار د تدوير د کمېسيون په پته د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مطبوعاتو نړيوال مرکز ته را واستوي . يا هم د برښناليک په دغه پته :h.n@moic.gov.af
|
عامه کتابتون
اطلاعات
|
|
| Powered By: Yoon Network | |||