|
|||
|
ويناوې له وزير سره اړيکه مطبوعاتي اعلاميې
په واشنګټن کې د افغاني آثارو نندارتون
|
د ملي آرشيف تاريخچه په نړۍ کې د موزيمونو له جوړېدو سره د آرشيفونو د جوړېدو خښته هم کېښودل شوه. په موزيمونو کې د مجسمو ، سکو، لوښو او نورو تاريخي څيزونو ترڅنګ، کتابونه، سندونه او نور آرشيفي مواد هم کېښودل شول، چې د نړۍ په ځينو موزيمونو کې اوس هم آرشيفي مواد له موزيمي آثارو سره يوځاى ساتل کيږي، لکه، د فرانسې په لوورموزيم، د لندن په برېټش موزيم، د پاکستان په لاهور موزيم او ګڼو نورو موزيمونو کې آرشيفي آثار له موزيمي هغو سره څنګ پرڅنګ خوندي دي او ننداره کوونکي يې په بېلابېلو خونو کې ګوري.
په ډېرو هېوادونو کې آرشيفي اثار له موزيمي اثارو نه بېل ساتل کېږي او بېله اداره لري، چې په دې برخه کې ټول کاغذي او کُتبي آثار لکه تاريخي عکسونه، کاغذي نوټونه، د شاهانو او مهمو کسانو فرمانونه او ليکونه، قبالې، رسمي سندونه، خطي کتابونه، او لوحې شامل دي او په خاص نظم او اهتمام پکې خوندي وي. د افغانستان ملي آرشيف داسې يوه اداره ده، چې اساساَ د افغانستان د ملي موزيم له جوړېدو سره له هغه سره يوځاى رامنځته شوې، حتى د ملي موزيم لومړى بنسټ هغه خطي قرآن شريفونه، تفسيرونه او کتابونه وو، چې په ښکلي خط کښل شوي ، ميناتوري لوحې، طلايي جدولونه او هنري اړخونه يې درلودل. ورو ورو نور آرشيفي آثار هم د موزيمي آثارو ترڅنګ راغونډ شول او آرشيف او موزيم ګډه وده وکړه. په حقيقت کې زموږ د ملي آرشيف يوه منبع هغه شاهي کتابتون دي، چې د امير حبيب الله خان په وخت کې تنظيم شوي وً او بيا د اعليحضرت غازي امان الله خان په وخت کې په ملي کتابتون واوښت او بيا ددغه کتابتون خطي نسخې ملي آرشيف ته ورکړې شوې. همداراز د ملي موزيم خطي نسخې او اسناد په ملي آرشيف کې ځاى پرځاى شول او د دواړو له ګډون نه لومړى د اطلاعاتو او کلتور وزارت په پنځم پوړ کې د افغانستان خطي کتابتون جوړ شو او په ١٣٥٢ ل کال د ملي ارشيف نوم ورکړ شو،بيا په سالنګ واټ کې يوه زړه ودانۍ چې د امير عبدالرحمن خان په وخت کې د سردار حبيب الله خان لپاره جوړه شوې وه او خاص تاريخي ارزښت يې درلود د ملي آرشيف لپاره ځانګړې شوه او تر ترميم وروسته په ١٣٥٦ ل کال د ملي آرشيف آثار ور ولېږدول شول، په رسمي توګه پرانيستل شو او په همدغه کال له يونسکو سره په تړل کېدو زموږ ملي آرشيف ته نړيواله پېژندګلوي او پاملرنه ورپه برخه شوه. ملي آرشيف نوي د پرمختګ پر لور ګامونه اوچتول ، چې په هېواد کې د ثور خونړۍ کودتا وشوه او د ورانيو او برباديو دوره پيل شوه. په دې خونړۍ دوره کې ملي آرشيف ته د خطرونو ګڼې خولې را خلاصې شوې او د آرشيف د تالا کولو هڅې هم وشوې، خو له نېکه مرغه ملي ارشيف د ارشيف د کارکوونکو په تدبير او هڅو ژوندى پاتې شو او اوس يې د بيا رغولو لپاره يوه کميټه ټاکل شوې ،چې نوي کتابونه، اثار او سندونه د ملي ارشيف لپاره رانيسي او هره اونۍ په ګڼ شمېر کې خطي کتابونه، اسناد او نادر اثار اخيستل کيږي او د ملي ارشيف د غنا لپاره هڅې روانې دي. د افغانستان په ملي ارشيف کې ١٥ زره ټوکه پښتو، دري ، عربي او د ځينو نورو ژبو خطي نسخې موجودې دي، چې د ارشيف په يوه ځانګړې برخه کې ساتل کيږي،خو ډېرې نسخې يې ناروغه دي، چې بايد د متخصصينو تر نظر لاندې تداوي شي او هم ددغو نسخو د تهويې سسټم، چې هوا له ګرمۍ او سړښت څخه پرته په معتدل ډول وساتي، خراب دى او بايد جوړ شي. د ملي ارشيف بله برخه د اسنادو، فرامينو، وثيقو او نادرو چارپي اثارو ده، چې تقريباَ د ١٥٠ زرو شاوخوا سندونه، فرمانونه او نادر اسناد پکې خوندي دي. د ملي ارشيف په خطي نسخو کې د قرآن کريم يوه داسې نسخه هم شته، چې په کوفي خط د هوسۍ پر پوستکي کښل شوې او ليکل يې د اسلام درېيم خليفه حضرت عثمان رض ته منسوب دي. همداراز د تيموري دورې نفيسې خطي نسخې ،چې ميناتوري لوحې او زري جدولونه لري، شته. د فرامينو او خطي سندونو په برخه کې لرغونى سند د سلطان حسين بايقراء يو فرمان دى، چې په لسمه هجري پېړۍ کې ليکل شوى او ورپسې د احمدشاه بابا ، تيمور شاه او نور ګڼ فرمانونه او تاريخي سندونه دي، چې ددغه ارشيف په غېږ کې ساتل کيږي. د لرغونو کامره يي عکسونو په برخه کې د امير شيرعليخان له عکسونو نه نيولې بيا د جمهورييت دورې تر پايه پورې په زرګونو عکسونه او ګڼ عکسي البمونه پکې خوندي دي. د کاغذي پيسو په برخه کې د هېواد لومړني کاغذي نوټونه ،چې د اعليحضرت غازي امان الله خان په دوره کې چلند ته لوېدلي وو، پکې شته او د خطاطۍ او ميناتورۍ نادرې او ښکلې نمونې هم په ځانګړي ډول او يا د خطي نسخو په ترڅ کې د ملي ارشيف يوه بې جوړې هنري تاريخي پانګه ده. په دې ترتيب د افغانستان غني ارشيف بيا رغول هم غواړي، ساتل هم غواړي او ورته د نورو اثارو او اسنادو راغونډول هم. |
عامه کتابتون
اطلاعات
|
|
| Powered By: Yoon Network | |||