|
|||
|
|
سم الله الرحمن الرحيم
د لوى صوفي او شاعر عبدالرحمن بابا د درې سوه يم تلين په اړه د هېواد د اطلاعاتو او فرهنګ د وزير پيغام .
د ډير وياړ ځاى دى چې نن يو ځل بيا په کابل کې د خپلو مفاخرو د يادونې په لړ کې د پښتو د ستر صوفي ،او خوږ ژبي شاعر عبدالرحمن بابا درې سوه يم تلين د يوې علمي او څيړنيزې غونډې په ترڅ کې نمانځو . په ريښتيا چې صوفي شاعر او عالم عبدالرحمن بابا زموږ د افغاني ټولنې د هر کور او کهول معنوي پاچا دى ، ښايي زموږ په ټولنه کې داسې کور نه وي چې د عبدالرحمن بابا له نامه او شعر سره آشنا نه وي . همدغسې زه په زغرده ويلاى شم چې د رحمان بابا په څير شاعري د خپلې ټولنې په رمز او راز له خبرېدو او پوهېدو پرته نشي کېداى ،عبدالرحمن بابا چې نن هم درې سوه کاله وروسته زموږ پر ټولنه او زړونو د خپل جادويي شعر اغېزې ښندي دا د شاعر بابا د شعري کمال تر څنګ دده د علمي تبحر او خپلې ټولنې د پيژندلو کمال هم ښيي . د درانه شاعر عبدالرحمن بابا د شعرونو يوه لويه ځانګړتيا چې د نړيوال شهکار شعر او ادب په سرخيلانو کې دروي داده چې د ده شعر څومره طبيعي ښکلى او ساده دى ،هومره ژور فلسفي مفاهيم لري ،چې د ټولنې د هر پاړکي لپاره يو نوى جهان په مخ کې غوړوي . زه د اطلاعاتو او فرهنګ د يوه خدمتګار په توګه د علومو اکاډومۍ دغه څيړنيز او علمي سمينار جوړول ستايم او دا ژمنه کوم چې په مناسب فرصت کې به د پښتنو ددغه معنوي بابا شعري ديوان د يوې معنوي او ادبي پانګې په توګه په ښکلې او مناسبه بڼه له سره چاپ کړو ،همدغسې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له خوا به په پيښور کې د رحمان بابا په مزار کې دده پر قبر ډبرليک نصب او پر مرمرو به وپوښل شي. په درناوي عبدالکريم خُرم د افغانستان د اسلامي جمهوريت د اطلاعاتو او فرهنګ وزير |
عامه کتابتون
اطلاعات
|
|
| Powered By: Yoon Network | |||