|
|||
|
ويناوې له وزير سره اړيکه مطبوعاتي اعلاميې
په واشنګټن کې د افغاني آثارو نندارتون
|
په تېرو شپږو مياشتو کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت يوولس عنوانه کتابونه چاپ کړل . ١_ ( نسب وزادګاه سيد جمال الدين افغاني ) ليکوال : ارواښاد پوهاند عبدالحي حبيبي . دغه کتاب د علامه سيد جمال الدين افغان د وفات د يو سل او لسم تلين په اړه د علمي ا و څيړنيز سيمينار لپاره د ١٣٨٥ کال د کب په مياشت کې خپور شوى دى . کتاب په رنگه پښتۍ او سپين کاغذ کې په ١١٢ مخونو کې چاپ شوى دغه اثر د علامه سيد جمال الدين افغان د ژوند او شخصيت په اړه ډير معتبر او بشپړ اثر بللى شو . ٢_ (علامه سيد جمال الدين افغان و برخورد شرق و غرب) ددې کتاب ليکوال د هيواد بل فلسفي او لوى عالم پوهاند سيد بهاوالدين مجروح دى . دغه اثر هم د ارواښاد علامه افغاني د وفات د يو سل او لسم تلين په مناسبت علمي او څيړنيز سيمينار ته د ١٣٨٥ کال د کب په مياشت کې چاپ شوى دى . پر اړونده موضوع په زړه پورې کتابګوټى دى چې په ٥٠ مخونو کې په منځنۍ کچه پرسپين کاغذ خپور شوى دى
٣_ (سيد جمال الدين افغان ، شرح زندګي و اثار) دغه کتاب د ډاکتر محمد حليم تنوير د هڅو او زيار پايله ده چې په پښتو او دري د علامه سيد جمال الدين افغاني پر ژوند او د هغه تاريخي پير پر پيښو رڼا اچوي . د غه اثر په رنګه پښتۍ او سپين کاغذ کې په ١٧٤ مخونو کې په پښتو او دري دواړو ژبو مطالب لري . په پاى کې يې د دري برخې پايليکونه اوسرچينې معرفي شوې دي چې ګټه ترې اخيستل شوې ده . ٤_ (دسيد جمال الدين افغان د ژوندانه اهداف ) دغه اثر هم د علامه سيد د يوسل او لسم تلين د علمي او څيړنيز سيمينار په وياړ خپور شوى او ليکوال يې د هيواد نوميالى څيړونکى عبدالله بختاني خدمتګار دى . په دې اثر کې تر بېلابېلو سرليکونو لاندې په پښتو او دري ليکنې راغلې چې دعلامه سيد جمال الدين افغاني د ژوند او مبارزې پر بېلابېلو پړاوونو او اړخونو رڼا اچوي ، کتاب ټول ټال ١٩٠ مخونه لري چې دوې سريزې هم پکې شاملې دي . په دغه اثر کې هم د افغاني ( جمال ) د وړانګو د بيلابيلو اړخونو ستاينه او معرفي شوې ده . ٥_ تاريخ افغانستان ( ترجمه تتمه البيان في تاريخ الافغان ) : دا د محمد امين خوږياني له خوا ژباړل شوى او د سيد جمال الدين افغان دشهکارو آثارو څخه دى چې د سيد جمال الدين افغان ديو سل او لسم تلين په اړ ه د علمي او څيړنيز سيمينار په وياړ خپور شوى دى . کتاب په رنګه پښتي اوسپين کاغذ کي پر ١٨٠ مخونوکې خپور شوى دى . د کتاب په پيل کې د سيد افغان شجره او د نسب سلسله ، د زوکړې ځاى او وطن يا د شوى دى ، ورپسې دده د مشهور اثر ژباړه ده . ٦_ (سيد جمال الدين افغان و افغانستان ) دا د هيواد د نوميالي ليکوال استاد حبيب الله رفيع اثر دى چې په ٥٣ مخونو کې پر سپين کاغذ او رنګه پښتۍ خپور شوى دى. په کتاب کې د علامه سيد پر ژوند او مبارزو په زړه پورې څو لنډ بحثونه راغلي دي . ٧: (ګنجينه خطوط ) د استاد محمد علي عطار د خطونو نا دره ټولګه ده چې په دې وروستيو کې خپره شوې ده ، دغه ټولګه د اطلاعاتو او فرهنګ وزير ښاغلي عبدالکريم خرم په سريزه پيليږي ورپسې مايل هروي پرې سريزه ليکلې ده او په لويه کچه په ښکلي او ګراينيه کاغذ په ٦٤ مخونو کې خپور شوى دى چې ١٦ مخونه يې سريزې او نورې يې د عطار د خطي نسخو نمونې دي . ٨ _ ( ګزيده غزليات ، کليات شمس تبريزي ) د مولانا جلال الدين محمد بلخي د غزلياتو غورچاڼ دى چې د ډاکتر حليم تنوير په زيار چاپ شوى دى دغه دروند اثر چې پر سپين کاغذ او ښکلي پلاستيکي پوښ کې خپور شوى دى د مولانا رومي د زوکړې د اته سوه يمې کليزې په وياړ د نړيوال درې ورځني سيمينار لپاره چاپ شو . کتاب ټول ټال په ٧٢٦ مخونو کې په منځنۍ کچه خپور شوى دى . ٩_ (درمسير عبوديت ) د ډاکتر حليم تنوير اثر دى چې د مولانا بلخي د ژوند او آثارو په اړه يې څيړنه کړې ، دغه اثر په ٩٥ مخونو کې خپور شوى او د مولانا پر عرفاني او تصوفي اړخونو د نورو علماوو شواهد راټول شوي دي . ١٠_ (فيه مافيه ) پښتو ژباړه: دا د مولانا جلال الدين بلخي د يوه نوماند اثر پښتو ژباړه ده چې د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو څو تنو ځوانو محصلينو سرته رسولى او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له خوا د مولانا د نړيوال سيمينار په وياړ چې دده د اته سوه يمې زوکړې په مناسبت په کابل کې جوړ شوى وو چاپ شو . کتاب ټول ټال په ٢٠٧ مخونو کې په سپين کاغذ او رنګه پښتۍ چاپ شوى دى . ١١_ مثنوي معنوي : دا د مولانا جلال الدين محمد بلخي هغه ستر او مشهور اثر دى چې نړيوال شهرت لري او د عرفاني او علمي شهکار اثارو په لړ کې راځي ، د مولانا دغه اثر هم د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له خوا د نوموړي د اته سوه يمي زوکړي په مناسبت د نړيوال سيمينار لپاره چاپ شو چې په کابل کې د سږ کال دثور له ٢٣_ ٢٥ پورې په کابل او مزار کې جوړ شو . دمولانا دغه اثر د قونيي د اصلي متن څخه اخيستل شوى چي د چا ب اهتمام يې ډاکتر تنوير پر غاړه اخستى . دغه ستر علمي او عرفا ني شهکار په ١٠٤٥ مخونوکې پرسپين کاغذ او کلک پلاستيکي پوښ کې خپور شوى دى . 12_ استقلال امانیه : داعلیحضرت غازی امان الله خان دپنځوسم تلین دسیمینار په ویار 13_ تفتیش قندهار یا حاکمیت قانون در افغانستان : به افتخار سیمینار یاد بود ار پنجاه مین سال وفات اعلیحضرت امان الله خان غازی
|
عامه کتابتون
اطلاعات
|
|
| Powered By: Yoon Network | |||