د وزير ژوند ليک

ويناوې

له وزير سره اړيکه

مطبوعاتي اعلاميې

سمينارونه

چاپ شوي کتابون

د وزارت ستراتيژي

پيغامونه 

د رسنيو قانون

په واشنګټن  کې د افغاني آثارو نندارتون

 

 

 

 

د اسلامي ثقافت د پايتخت په توګه د غزني د پروژو د معرفي کولو غونډه جوړه شوه

کورپاڼه >>

په ٢٠١٣کال کې د اسلامي  ثقافت  د پايتخت  په توګه دغزني د پروژو د معرفي کولو  او د دغو پروژو د تمويلولو په لاره کې د مرستو د جلبولو په خاطر د مرسته کوونکو لومړۍ غونډه  د اطلاعاتو او فرهنګ د وزير او د غزني  کميسيون د رئيس عبدالکريم خُرم په مشرۍ  په کابل کي جوړه شوه .  څه موده مخکې  د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رئيس حامدکرزي له حکم سره سم  په  ٢٠١٣ کال کې د اسلامي ثفافت  د مرکز په توګه د غزني  ښار  کميسيون  د اطلاعاتو او فرهنګ د وزير په مشرۍ او د ښاري پراختيا د وزير انجنير  محمد يوسف  پښتون  په غړيتوب جوړ شو .   د باختر اژانس د خبر له مخې  په دې غونډه کې د فرهنګي مرکزونو  ، د نړيوالو مرستندويو   موسسو او د اسلامي هيوادونو او د يو شمير نورو هيوادونو د سفارتونو استازو ګډون کړى و .  د غونډې په پيل کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزير عبدالکريم خُرم د افغانستان په  معاصر تاريخ کې د غزني د ارزښت په باب لنډې خبرې وکړې او ويې ويل  غزني د افغانستان په تاريخ کې په اسلامي دورو کې د فرهنګ  ، فقې  ، هنر ،  معمارۍ او  صنايعو له پلوه  ځانګړى  ځاى  او لوړ مقام درلود.  داطلاعاتو او فرهنګ وزير د طرابلس  د کنفرانس  نتيجو ته چې   د اسلامي هيوادونو د اطلاعاتو او فرهنګ  د وزيرانو په ګډون د ٢٠٠٧  ميلادي کال  په وروستيو وختو کې   جوړ شوى و اشاره وکړه او څرګنده يې کړه  د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وړانديز وکړ چې د افغانستان يو له دوو تاريخي  ښارونو هرات او غزني  د اسلامي ثقافت  د مرکز په توګه انتخاب شي .  د همدې وړانديز  او د برخه والو د پريکړې له مخې و ، چې  غزني  په  ٢٠١٣ کال کې د اسلامي ثقافت  د پايتخت  په توګه ومنل شو .  د اطلاعاتو او فرهنګ وزير په دې غونډه کې په دې برخه کې د کميسيون تيارى  په ډآګه کړ او په پارلمان کې  د غزني ولايت له استازو او خلکو او له حکومت څخه يې وغوښتل چې د تاريخي  آبداتواو د لرغونو  ساحو د بيا رغاونې او احيا کولو په لاره کې  هر اړخيزه  همکاري  وکړي .  دغه راز ده په دې لاره کې  له بهرنيو دوستانو ، نړيوالو مرکزونو ،  مينه والو  سازمانونو او کورنيو موسسو سره د پرله پسې  تماسونو يادونه وکړه .  وروسته د ښاري پراختيا وزير او د کميسيون غړي انجنير محمد يوسف پښتون خبرې وکړې او ويي ويل : د اطلاعاتو او فرهنګ  وزارت د ښاري  پرمختيا وزارت او د نورو فرهنګي مرکزونو په همکارۍ دغزني ښار يو شمير پروژې په دوو برخو د تاريخي آبداتو او د لرغونو ساحو  ترميمول  او دغه راز د ښاري پرمختيا او  د ښاري خدمتونو د وړاندې کولو  پروژې برابرې  او تنظيم کړې  دي .  د ده د څرګندونو له مخې د ښاري پرمختيا   وزارت د ودانيو  د جوړولو ٢٦  ښاري پروژې او دغه راز  په دې باب د تاريخي  آبداتو او د لرغونو ساحو د ترميمولو  ، بيا رغاونې او احيا کولو  د ٤٥ پروژو  د ډيزاين او مطالعاتو  کار  بشپړ کړى دى ،د دوو څلورستاره ، درې ستاره  او دوه  ستاره  هوټلونو او د غزني د هوايي ډګر جوړول د هغو پروژو  له جملې څخه دي  چې د ښاري پرمختيا وزارت وړانديز يې وکړ .  د ده د څرګندونو له مخې تر راتلونکو څلورو کلونو پورې به غزني په داسي  ښار بدل شي چې د نړيوالو ميلمنو کوربه شي .  د پښتون د څرګندونو له مخې دغه پروژې دوه سوه مليونه ډالره لګښت غواړي چې  څه ناڅه شپږ مليونه ډالره يې  د تاريخي آبداتواو د لرغونو ساحو په برخه کې لګول کيږي .  ده دغه راز وويل تراوسه پورې د ماليي وزارت يوازې  له شلو څخه تر پنځه ويشتو  مليونو ډالرو پورې د ورکولو ژمنه کړي ده .   دغه راز ده له نړيوالو موسسو  او دوستانو څخه وغوښتل چې په دې لاره کې د افغانستان له خلکو سره همکارۍ وکړي .  وروسته د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګي  معينيت سرپرست محمدضيا افشار  او د ښاري پرمختيا وزارت معين ډاکتر قيام الدين جلال زاده د اړوندو پروژو په باب معلومات ورکړل .   وروسته دغوندې برخه والو  ازادي خبرې  وکړې او د اطلاعاتو او فرهنګ وزير عبدالکريم خُرم او د ښاري  پرمختيا وزير انجنير محمد يوسف پښتون د طرحه شويو پوښتنو په وړاندې څرګندونې وکړې او  ځوابونه يې ورکړل .  برخه والو د ښاري پرمختيا او د ښاري  خدمتونو  د وړاندې کولو په پروژو کې د خصوصي سکتور په رول باندې ټينګار کاوه .  څرنګه چې د تاريخي آبداتو ترميمول  تخصيص  ته اړتيا لري او خصوصي سکتور تراوسه پورې په دي برخه کې  کافي تجربه نه لري  له دې امله ټينګار وشو چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دي د تاريخي آبداتو د ترميمولو کار د هغو  نړيوالو  موسسو په همکارۍ چې په

دې برخه  کې  فعاليت کوي په غاړه واخلي.

 

Back

ملي موزيم

ملي آرشيف

ملي راډيو ټلويزيون

 

باختر خبري آژانس

افغانتور تصدي

عامه کتابتون

 

له موږ سره اړيکه

برېښناليکونه

اطلاعات