|
|||||
|
|
د اطلاعاتو او فرهنګ وزير په کابل کې د برتانيې سفارت شارژدافير او مختار وزير ميشل ريډ د خپل کار دفتر ته را وغوښت او په هلمند کې يې د بُست د تاريخي کلا ستونزه ورسره مطرح کړه . په هلمند ولايت کې برتانوي قواوې پرتې دي او ددغه ولايت د ملکي او نظامي ادارو سره مرسته کوي .په دې وروستيو کې داسې راپورونه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته را ورسيدل چې د بُست د تاريخي کلا شا او خوا نورې کلا ګانې د پوليسو او بهرنيو ځواګونو لخوا نړول کيږي .د اطلاعاتو او فرهنګ وزير له ميشل ريډ څخه په کلکه وغوښتل چې ددغو تاريخي کلا ګانو په ساتنه کې چې زموږ تاريخي شتمني ده زياته پاملرنه وکړي ځکه چې زيانميدل يې افغانانو ته د منلو وړ نه دي . Back |
عامه کتابتون
اطلاعات
|
|||
| Powered By: Yoon Network | |||||