د وزير ژوند ليک

ويناوې

له وزير سره اړيکه

مطبوعاتي اعلاميې

سمينارونه

چاپ شوي کتابون

د وزارت ستراتيژي

پيغامونه 

د رسنيو قانون

په واشنګټن  کې د افغاني آثارو نندارتون

 

 

 

 

د بغلان په ولايت کې د تيموريانو د دوري د څومقبرو پاتې شوني وموندل شول

کورپاڼه >>

ددغو مقبرو پاتي شوني دبغلان ولايت دسرخ کوتل په ساحه کې دسيمې ديوتن اوسيدونکي له خوا دکيندنو په وخت کې ترځمکې لاندې څرگند شوي دي .داطلاعاتو اوفرهنگ  وزارت دفرهنگي معينيت سرپرست محمدضياافشار نن په کابل کې دخبريالانو  په وړاندې څرگنده کړه  چې دمعماري سبک اوله دغومقبروڅخه ترلاسه شوي مواد ښي چې دتيموريانو په دوري پورې اړه لري.دافشار دڅرگندونو له مخې  دوي ددغې لرغوني ساحي دساتنې لپاره يولړتدبيرونه نيولي دي .داطلاعاتو اوفرهنگ  وزارت دلرغون پوهنى رئيس محمدنادر رسولي په دي خبري غونډه کې وويل  دهغو مقبرو شمير چې ترګنبځې لاندې  دي لاتراوسه پورې څرگند نه دي .درسولي  دڅرگندونو له مخې  ددغي لرغوني ساحي دساتنې لپاره يې دبغلان ولايت له امنيتي مقاماتو سره خبري کړي دي.تيموريانو دخپلومړو دښخولو لپاره  گنبځي  ودانۍ جوړولى چې تراوسه پورې  دسردابې  په نامه ياديږي .په دي خبري غونډه کې داطلاعاتو اوفرهنگ وزارت معين  چې دلرغونو اثارو اوساحو کشف يې دهېواد دتاريخ اولرغونې تمدن څرگندوي وباله  ژمنه يې وکړه  چې دغه وزارت به دغواثارو په ساتنه کې زياتې  هلې ځلې وکړي.

Back

ملي موزيم

ملي آرشيف

ملي راډيو ټلويزيون

 

باختر خبري آژانس

افغانتور تصدي

عامه کتابتون

 

له موږ سره اړيکه

برېښناليکونه

اطلاعات