د وزير ژوند ليک

ويناوې

له وزير سره اړيکه

مطبوعاتي اعلاميې

سمينارونه

چاپ شوي کتابون

د وزارت ستراتيژي

پيغامونه 

د رسنيو قانون

په واشنګټن  کې د افغاني آثارو نندارتون

 

 

 

 

د فرهنګي ميراثونو د ساتنې روزنيز کورسونه پيل شول

کورپاڼه >>

 

د فرهنگي ميراثونو  د ساتنې د روزنيز کورس دويم پړاو   د اطلاعاتو او فرهنگ  وزارت  د فرهنگي ميراثونو د ساتنې  په مرکز کې پيل شو.

  ددې کورس د پيل په مراسمو کې د فرهنگي معينيت سرپرست  محمد ضيا افشار  د روزنيزو کورسونو  جوړول د فرهنگ او د فرهنگي ميراثونو په ساتنه کې گټور وبلل  ويې ويل تاريخي آبدات چې  زموږ د تيرو نسلونو آثار دي د ساتنې لپاره يې دکارکوونکو په تيره بيا د هغو کسانو لپاره  چې د هېواد د فرهنگي ميراثونو د ساتنې په مقصد په فرهنگي ساحو کې  بوخت دي د مسلکي پوهې زده کړو او د زمينو برابرولو ته اړتياشته.

دغه راز په دې غونډه کې  د فرهنګي ميراثونو د ساتنې رئيس د سرڅيړونکي مرستيال  عبدالواسع فيروزي  خبرې وکړ ې ويې ويل  چې په دې کورس کې د بيلابيلو ولايتونو د فرهنگي  ميراثونو د رياست شل تنه کارکوونکي درې مياشتې  زده کړې کوي چې د هېواد د لرغونو ساحو د فرهنگي ميراثونو په ساتنه کې هڅه وکړي.

د افغانستان د ملي موزيم  رئيس عمراخان مسعودي د روزنيز کورس  د جوړولو په  اړوند وويل د فرهنگي ميراثونو د ساتنې د روزنيز کورس تمويلوونکې  منبع د اسيا د جنوب مرکز د  هېواد په بيلابيلو ساحو کې  د تاريخي  ابداتو د پيژندنې او ساتنې پروګرام  په عملي توگه دوام لري  اړتيا احساسيږي  چې د فرهنگي  ميراثونو د ساتنې کارکوونکي مسلکي زده کړه ولري چې دغه اړتيا د دغه شان کورسونو په  جوړولو سره لرې کيږي.

د روزنيز کورس  دوو تنوبرخه والو د باختر اژانس  خبريال ته  وويل  چې فرهنگي ميراثونه د هېواد د تمدن د تاريخ  د يوې برخې په شان مسلکي ساتنې ته اړتيا لري ددغه شان کورسونوجوړول له شک پرته دغه اړتياوې لري کوي.

Back

ملي موزيم

ملي آرشيف

ملي راډيو ټلويزيون

 

باختر خبري آژانس

افغانتور تصدي

عامه کتابتون

 

له موږ سره اړيکه

برېښناليکونه

اطلاعات