|
|||||
|
|
درو ښاني غورځنګ علمي څيړنيز نړيوال سيمينار نن د افغا نستان داسلا مي جمهوريت د جمهور رئيس حامد کرزي د پيغام په لو ستلو سره په کابل کي په خپل کار پيل وکړ . دغه سيمينارداطلاعاتو او فرهنګ وزارت په نوښت او اهتمام د روښانيه عرفانى غورځنګ د څرګنديدو د حقيقى درک په خاطرجوړ شوې و . دباختراژانس دخبريال دخبرله مخي د سيمينار په پيل کې دافغانستان د اسلا مي جمهوريت د جمهور رئيس حامد کرزي پيغام داطلاعاتو او فرهنګ د وزير عبدالکريم خرم له خوا ولوستل شو. په پيغام کې ويل شوي دي لسمه هجري پيړۍ د افغا نستان په تاريخ کې دپاملرنې او بد لون ټکى دى دغه پيړۍ زموږ د خلکو په تاريخ کې په دې خاطرارزښت لري چې له يوې اوږدي چوپتا وروسته خلکو ته ددې شرايط برا بر شول چې د ظلم ، زور زيا تۍ ، بي عدالتي اود ناپوهي پرضد غږ پورته کړي. د لسمى هجري پيړۍ په دويمه نيما ئي کې و چې درو ښا نيه عرفاني طريقه څرګنده شوه او ددغه طريقت دبنست ايشودونکي بايزيد روښان اود هغه د همکارانو په تبليغ او تلقين سره دغه طريقت په سيمه کې پراختيا و موندله ،زيات پيروان پيدا کړل او ان له هند څخه دحق دلاري پيروانو دهغه په لور ورودانګل . په پيغام کې دغه را ز ددغه سيمينار د جوړولو په خاطر د اطلاعاتواو فرهنګ له وزارت څخه قدردانۍ شوې ده. وروسته د اطلاعاتو او فرهنګ وزير عبدالکريم خرم ددغه سيميناردجوړولو دارزښت په باب خپله يوه لنډه وينا واوروله او وي ويل : هغه سيمه چې ددغه غورځنګ ټا ټوبي و ، هغه سيمه چې دروښانيانو غورځنګ پکي را منځته شو، پرا ختيا ئې وموندله اود زياتو کلونو لپاره ئي پکې فعاليت وکړهماغه سيمه په ناڅيزوتوپيرونو سره په بلې بڼى سره په هماغه حالت کې ده چې له څلور سوه تر پنځه سوه کلونو پورې مخکې وه . خرم دغه را ز دسيمې د خلکو ديني اومذهبي ارزښتونو ته اشاره وکړه او وي ويل: که چيري پرون ددغې سيمې د خلکو اخلاص او اعتقاد دروښاني غورځنګ په واسطه د اشغالګر دښمن ضددمحرکه قوى په توګه بلل شوي وايي نن ورځ هغه کسان چې په سيمه کې خپلې ستراتيژيکي لوبي تر سره کوي ددې هېواد دخلکو له دين ، اعتقاد اواخلاص څخه دورانکاري ، چاودنې اوځانمرګې بريد له پاره استفاده کوي وروسته د افغا نستان د علو مو اکاډمي رئيس د سر ځيړونکي مرستيال عبدالباري راشد ، د ننګرهار پو هنتون رئيس ډاکتر محمد صابر،پوهندوى امان الله حميد زوى ، دکندهارپوهنتون رئيس حيات الله ، له پيښور څخه راج ولي شاه خټک او له هندوستان څخه سيدشيخ حسين احمدشاه دبايزيد روښاند غورځنګ په باب وينا وي وکړې . له غرمې وروسته دسيمينار لو مړۍ علمي غونډې د حبيب الله رفيع په مشرۍ دوام و موند . دغه را ز کورنيو او بهرنيو پو ها نو د رو ښانيه غورځنګ د بيلا بيلو اړخونو او په سيمه کې د هغه داغيزو په باب خپلې مقالې ولو ستلي د سيمينار کار سبا هم دوام لري. Back |
عامه کتابتون
اطلاعات
|
|||
| Powered By: Yoon Network | |||||