د وزير ژوند ليک

ويناوې

له وزير سره اړيکه

مطبوعاتي اعلاميې

سمينارونه

چاپ شوي کتابون

د وزارت ستراتيژي

پيغامونه 

د رسنيو قانون

په واشنګټن  کې د افغاني آثارو نندارتون

 

 

 

 

دماشوم د تياتر نوي ودانۍ د اطلاعاتو او فرهنګ د وزير له خوا پرانستل شوه

کورپاڼه >>

  دماشوم  د  تياتر  نوي ودانۍ  نن  د اطلاعاتو او فرهنګ د وزير  عبدالکريم خرم  له خوا  په رسمې ډول  د اژده هاي کوهستان  د نمايشنامي  په ښودلو سره  پرانستل شوه .   دغه ودانۍ د ناروي  هيواد  په مالي مرسته  بيا رغول شوي ده .   دباختر اژانس دخبريال دخبر له مخې :  په هغې غونډه کې چې له همدي امله جوړه شوي  وه   داطلاعاتو او فرهنګ وزير  ددي ترڅنګ چې  په دي لاره کې  دناروي  د مرستي له امله  قدرداني وکړه  وويل : ( زموږ تياتر  په خپل ژوند کې  مخ په وړاندې يوبل ګام کيښود اوزموږ  ښکلي ماشومان  له دغه ځاى څخه په استفادي سره  د زده کړي لپاره  يو څه ترلاسه کوي .    د اطلاعاتو او فرهنګ وزير  هيله وکړه  هغه نمايشنامي  چې د ماشوم دتياتر له لارې  په دي ځاى کې  اجرا کيږي  دهيواد  له فرهنګي  او تاريخي ارزښتونوسره   سمون ولري . چې ماشومان دهيواد له بډاي فرهنګ سره  بلدتياترلاسه کړي .    خرم زياته کړه  دغه ودانۍ  پخوا  رستورانت  و   او په اجاره  ورکړ شوي وه  خو  داطلاعاتو او فرهنګ وزارت  په زياتو هلوځلو سره  دغه ودانۍ بيا  دماشوم دتياتر  په خدمت کي شوه .   داطلاعاتو او فرهنګ وزير دملي  تياتر  دکړو وړو له امله  خوښي څرګنده کړه  او دغه راز زيري يي  ورکړ چې په نږدي راتلونکي کې  دموسيقي دهنر په برخه کې  افغان موزيک   فعاليږي  .  دغه راز خرم وويل  په نږدي راتلونکي کې به  په ښکلو  او  مرغوبو  تصويرونو سره  د ماشوم خپرونه  چاپ شي  .    په دې غونډه کې داطلاعاتواوفرهنګ وزارت دتياتر  رئيس قادر فرخ وويل دماشوم تياتر  شل کاله مخکي  په هيواد کې  مروج و .  خو له بده مرغه  دماشوم دتياتر ځاى  په تيرو جګړو کې  ويجاړ شو .  چې داطلاعاتو او فرهنګ وزارت  په  ميړاني او همت سره  بيا جوړ شو .    په دې غونډه کې  ميرمن رينا  د ناروي هيواد د برګن  دملي تياتر په استازيتوب  خبرې وکړې  اووي ويل  دوي  له   ٢٠٠٣ ميلادي کال راپديخوا له کابل تياتر سره  همکاري لري .  په پاي کې  د  تياتر د هنرمندانو له خوا د  اژده هاي کوهستان په نامه  نمايشنامه  اجرا کړه .

Back

ملي موزيم

ملي آرشيف

ملي راډيو ټلويزيون

 

باختر خبري آژانس

افغانتور تصدي

عامه کتابتون

 

له موږ سره اړيکه

برېښناليکونه

اطلاعات