|
|||||
|
|
داطلاعاتو اوفرهنگ وزير عبدالکريم خرم نن مازيگر دمعاصر افغاني هنرکلني جايزه دهېواد دځوانې عکاسې شينکي عالم ستانکزي ته ورکړه. انځورگر شيرعلي حسيني اودکارتون دبرخي انځورګر مهدي اميني د ٦٥ تنو افغان ځوانو هنرمندانو ترمنځ دويمو اودريمو مقامونو جايزې وگټلي . دمعاصر افغاني هنر کلني جايزه هرکال دفيروزکوهي دفرهنګي ميراثونو دموسسي له خوا داطلاعاتو اوفرهنگ وزارت په ملاتړ دريوتنو غوره معاصرو هنرمندانو ته ورکول کيږي . دهنري جايزې دورکولو دسيالي دترسره کولو هدف معاصروهنرونو ته دخلکو دپاملرنې جلبول دافغان ځوانانو ترمنځ دهنري استعدادونو موندل اودغو هنرمندانو ته دهنري فرصتونو برابرول بلل شوي دي داطلاعاتو اوفرهنګ وزير معاصرو افغان هنرمندانوته دکلني جايزې ورکول چې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت په همکاري ترسره کيږي دهنردودې اودهنرمندانو دهڅونې لپاره گټور اوغيزمن ګام وباله داطلاعاتو اوفرهنګ دوزير دڅرګندونو له مخې افغان ځوانان په هغه استعداد سره چې لري يې کولاى شي زياتې وياړنې ترلاسه کړي خو لاتراوسه پورې زياتې ستونزې اوخنډونه په مخکې لري داطلاعاتو اوفرهنګ وزير دغه راز ټينگار وکړ چې دبيارعاونې دپروژو عملي کول بايد دلرغونو اثارو دويجاړتيا او يا دويجاړيدو دگواښ سبب نشي په دې لاره کې درسنيو اودخلکو رول ډير ارزښتناک دى چې خلک دخپلو تاريخي اوفرهنګي ميراثونو ساتنې ته څيرکړي په پاى کې ددغو دريو تنو غوره هنرمندانو جايزې داطلاعاتو اوفرهنګ دوزير له خوا ورکراى شوې په دې پړاو کې دلومړۍ مقام گټونکي ته سل زره افغانى ددويم مقام گټونکي ته پنځوس زره افغانى اودريم مقام گتونکي ته پنځه ويشت زره افغانى ورکړاى شوي دغونډې په پاى کې برخه والو ددغي جايزي دهغو لسو تنو غوره هنرمندانو هغه اثار وکتل چې دکابل په بابربڼ کې نندارې ته ايښودل شوې و په دې غونډه کې يو شمير افغاني اوبهرنيو مقاماتو اوهنرمندانو گډون کړې وو. Back |
عامه کتابتون
اطلاعات
|
|||
| Powered By: Yoon Network | |||||