د وزير ژوند ليک

ويناوې

له وزير سره اړيکه

مطبوعاتي اعلاميې

سمينارونه

چاپ شوي کتابون

د وزارت ستراتيژي

پيغامونه 

د رسنيو قانون

په واشنګټن  کې د افغاني آثارو نندارتون

 

 

 

 

له کوټې څخه يو شمير راغلي سندرغاړي په تحفو او ستاينليکونو ووياړل شول

کورپاڼه >>

له کوټې څخه د راغلو سندرغاړو او هنرمندانو يوه  ډله  نن په کابل کې د اطلاعاتو او فرهنګ د وزير له خوا په تحفو او ستاينليکونو سره ووياړل شوه .

په هغه کتنه کې چې د  اطلاعاتو او فرهنګ د وزير عبدالکريم خرم او له کوټې څخه د راغلو سندرغاړو او هنرمندانو ترمنځ وشوه، د اطلاعاتو او فرهنګ وزير وويل، سيمه له يوې فاجعې سره مخامخ ده، هڅې داسې روانې دي چې  د ډيورنډ  کرښې  دواړو غاړو ته  د پراته ولس د فرهنګي ودې مخه ونيسي.  نوموړي زياته کړه، چې دا ډول تګ راتګ او  ليده کاته به  زموږ د فرهنګي ودې په لار کې اغېزمن ثابت شي.

له کوټې څخه راغلو سندرغاړو د افغانانو له مېلمه پالنې او مينې څخه قدردانى وکړه او د هغوى صميميت يې وستايه. سندرغاړي د اطلاعاتو او فرهنګ د وزير لخوا په  ستاينليکونو او سوغاتونو و نازول شول. 

هېره دې نه وي، چې دغه سندرغاړي د شمشاد ټلويزيون لخوا کابل ته د کانسرت په موخه را بلل شوي دي.       

Back

ملي موزيم

ملي آرشيف

ملي راډيو ټلويزيون

 

باختر خبري آژانس

افغانتور تصدي

عامه کتابتون

 

له موږ سره اړيکه

برېښناليکونه

اطلاعات