اطلاعاتو او فرهنګ رياست د غور لوړو زده کړو موسسې سره د همکارۍ تړون لاسليک کړ
یکشنبه (۱۹ د شوال المکرم ۱۴۴۵) د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس مولوي عبدالحی زعيم د غور ولايت د لوړو زده کړو موسسې د ښوونې او روزنې پوهنځي له رئيس پوهنيار استاد جمعه خان پژمان سره په تاريخي ساحو کې د څېړنو، د تاريخي اسنادو په څېړنو او نشرولو، د استادانو او معتبرو ليکوالانو د رسالو او علمي مقالو ليکلو کې د همکارۍ، د مشاورې او امکاناتو برابرولو په برخه کې د همکارۍ تړون لاسليک کړ.
د ياد تړون د لاسليکولو پرمهال د دواړو ادارو رئيسانو د تړون په عملي کولو، د ټولو مادو په تطبيق کولو او د دواړو ادارو ترمنځ د لا نورې همغږۍ په رامنځته کولو ټينګار وکړ.
۲۰۲۴/۴/۲۸ میلادي
۱۴۰۳/۲/۹ هــ ل