باميانو کې له لرغونو ځايونو او آثارو څخه نظارت ترسره شو
سهشنبه (۲۸ شوال المکرم ۱۴۴۵) د باميان ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس مولوي صفی الله رائد د غلغلې له تاريخي ښار، ضحاک ښار، د شش پل کاروان سرای او د ککره درې له لرغونو آثارو څخه نظارت وکړ.
ښاغلي رائد وويل: د يادو لرغونو ځايونو او آثارو د ليدو موخه يې له ژمنيو واورو او بارانونو وروسته ددې ځايونو او آثارو د وضعيت څېړل و، واورې او بارانونه د تاريخي ځايونو او آثارو لپاره زيانمنونکي وي، ځکه مو نن ورځ له دې ځايونو څخه ليدنه وکړه، چې د وضعيت څخه يې څارنه ترسره کړو او د زيانونو مخنيوي په خپل وخت سره وکړو.
۱۴۰۳/۲/۱۸ هـ ل
۲۰۲۴/۵/۷ میلادي