د باختر اژانس رئیس د (OANA) د ۶۵مې کالیزې په رسنیز فورم کې ګډون وکړ

wasim_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۵:۳۶
..

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د باختر اژانس رئیس مولوي احسان‌الله حسان د اسیا پاسیفیک خبري اژانسونو سازمان (OANA) د ۶۵مې کالیزې په مناسبت په مسکو کې د رسنیو په جوړ شوي فورم کې ګډون کړی دی.
په دې فورم کې د ۴۳ خبري اژانسونو استازو ته بلنه ورکړل شوې او د رسنیو د راتلونکي، د خبري اژانسونو ترمنځ د همکارۍ، د کره معلوماتو د خپرولو او د ناسمو معلوماتو پر وړاندې د مبارزې په اړه خبرې کېږي.
د فورم په پرانیستونکې وینا کې د OANA رئیس او د روسیې د ټاس خبري اژانس عمومي رئیس اندري کونډراشوف د ژورنالیزم په ډګر کې پر حقیقت او باور ټینګار کړی. 
نوموړي ویلي، چې د ناسمو معلوماتو خپرېدل باور زیانمنوي او د اختلاف او شخړو لامل کېدای شي.
د غونډې په څنډه کې د OANA او د حقایقو د ارزونې نړیوالې شبکې (GFCN) ترمنځ د همکارۍ هوکړه ‌لیک هم لاسلیک شوی.
 د هوکړې له مخې به دواړه بنسټونه د معلوماتو د کره‌ والي ارزونې، د نوې ټکنالوژۍ کارونې او د باوري معلوماتو د خپرولو په برخو کې همکاري کوي.
د فورم په ترڅ کې د عکسونو نندارتون هم پرانیستل شوی دی. 
د خبر له مخې، په دغه نندارتون کې د اوانا او د ټاس خبري اژانس مشر انډري کونډراشوف د افغانستان یو عکس غوره عکس یاد کړی دی.
د فورم په نورو بحثونو کې د جعلي خبرونو پر وړاندې د مبارزې، په رسنیو کې د مصنوعي ځیرکتیا د کارونې، د مسلکي اخلاقو او د خبرونو د کیفیت لوړولو پر موضوعاتو هم خبرې شوې دي.
اوانا په ۱۹۶۱ کال کې د یونسکو په نوښت جوړ شوی او موخه یې د اسیا او ارام سمندر د سیمې د خبري اژانسونو ترمنځ د خبرونو تبادله او همکاري ده.

۱۴۴۸/۴/۹ هـ ق

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۳:۲
Background image

خوست کې د امارتي ادارو له مطبوعاتي مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د خوست اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د رسنیزو چارو لا ښه تنظیم په موخه د بېلابېلو امارتي ادارو له مطبوعاتي مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته وشوه.
 د خوست اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوی محمد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۰:۳۱
Background image

غور کې د ۱۷مې ګنې فرمان په اړه سلګونه بنرونه، بروشورونه او د پوهاوي نور چاپي مواد ووېشل شول

د غور ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د عامه پوهاوي د پروګرامونو په دوام، دا ځل د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان چې د ناسمـو دودونو او رواجونو د مخنیوي په موخه صادر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۰:۱۶
Background image

د خپرونو چارو معین بغلان کې د رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره وکتل

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي بغلان ولایت کې د رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره په لیدنه کې د رسنیو د وضعیت، ستونزو او اړتیاوو په اړه خبرې وکړې.
د. . .

BACK TO NEWS