د زمري۲۴مې د نمانځنې کمیټې مسؤلینو د هېواد د صنعت، سوداګرۍ او زراعت د بېلابېلو خونو له استازو سره د همغږۍ ناسته وکړه

wasim_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۱۹:۳۶
..

سه‌شنبه (د ۱۴۴۸ د صفرالمظفر ۲۰مه)، د زمري ۲۴مې د (فتحې ورځې) د نمانځنې کمیټې مسؤلینو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د غونډو په تالار کې د هېواد د صنعت، سوداګرۍ او زراعت د بېلابېلو خونو له استازو سره د همغږۍ ناسته وکړه، چې په دې ناسته کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي، د صنعت او سوداګرۍ وزارت اړوند د صنعت چارو معین مولوي احمدالله زاهد، د اسلامي امارت مرستیال ویاند مولوي حمدالله فطرت او د یو شمېر امارتي ادارو مسؤلینو هم ګډون کړی و.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت اړوند د صنعت چارو معین مولوي احمدالله زاهد د غونډې ګډونوالو ته ښه راغلاست ویلو ترڅنګ وویل: د زمري ۲۴مه د فتحې ورځ د ټولو افغانانو ګډ ویاړ دی او د دې ورځې د ښه نمانځلو په برخه کې د خصوصي سکتور همکارۍ مهمه ده.

دغه راز د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي د زمري ۲۴مې نمانځل د ټولو ګډ مسؤلیت وباله او ویې ویل: اسلامي امارت په تېرو پنځو کلونو کې په بېلابېلو برخو کې مهمې لاسته رواړنې لري. د ښاغلي فراهي په وینا؛ د فتحې ورځې د ښه نمانځلو په موخه د ټولو همکارۍ مهمه ده او د دې ورځې نمانځل د اسلامي نظام او هېواد دښمنانو ته پیغام ورکوي چې افغانان د ډېرو ستونزو او مشکلاتو وروسته بیا هم د یو مرکزي حکومت تر چتر لاندې په ارامه فضاء کې ژوند کوي او د هېواد د پرمختګ په برخه کې نه ستړي کیدونکې هلې ځلې کوي.

د غونډې په لړ کې د اسلامي امارت مرستیال ویاند مولوي حمدالله فطرت د یادې غونډې جوړیدو موخې په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: د هېواد تاریخ له لاسته راوړنو څخه ډک دی، چې یو هم د زمري۲۴مې ورځ دی او د دې ورځې نمانځل یې دټولو ګډ مسؤلیت دی.

د ښاغلي فطرت په وینا؛ په تېرو پنځو کلونو کې په بېلابېلو برخو کې د لویو لاسته راوړنو شاهدان یو، چې یو هم خصوصي سکتور دی او خصوصي سکتور پرمختیا ته اړوندو ادارو اړینې اسانتیاوې هم برابرې کړي دي، ښاغلي فطرت هیله څرګنده کړه، چې د یادې ورځې د نمانځلو د بېلابېلو پروګرامونو د جوړولو په برخه کې دې خصوصي سکتور پوره همکارۍ وکړي.

د غونډې په پاې کې د بېلابېلو خونو استازو هم خبرې وکړې او ویې ویل: د زمري۲۴مې نمانځل زموږ د ټولو ګډ ایماني او ملي مسؤلیت دی او  ټول به د یادې ورځې د ښه نمانځلو په برخه کې پوره همکارۍ وکړو.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۵:۳۶
Background image

لغمان کې د سیرت النبي (ﷺ) کتاب لوستنې سیالۍ پایلې اعلان شوې

د لغمان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او البرهان علمي او فرهنګي ادارې په ګډو همکاریو د سیرت النبي(ﷺ) کتاب لوستنې سیالۍ چې څه موده وړاندې د ۴۵۰ تنو ځوانانو ترمنځ ترسره شوې وه، پایلې اعلان او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۵:۱۹
Background image

ګڼ شمېر زده کوونکو ته د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د عامه پوهاوي سیمینار ترسره شو

د نیمروز ولایت د اطلاعاتو او فرهنگ ریاست لخوا د دغه ریاست ښوونیز مرکز ګڼ شمېر زده کوونکو ته د مشرتابه (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه چې د خوښیو، خفګان او حج او عمرې څخه د راستنیدو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۴:۳۳
Background image

کندوز کې (د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په ابادۍ کې د ځوانانو مسؤلیت) په نوم سیمینار ترسره شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د ځوانانو چارو ریاست له لوري د کندوز ولایت اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د دغه ولایت، دشت‌ارچي ولسوالۍ اړوند د ملا قلي په سیمه کې (د اسلامي نظام په. . .

BACK TO NEWS