د سرپل د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ته د جهاد دورې څخه پاتې یو شمېر اثار وسپارل شول

wasim_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۴:۴۰
...

د سرپل ولایت د ۲۰۹ الفتح قول اردو د درېیمې لوا د انجنیري د تحکماتو آمر او د ډلګي‌مشر قاري عبدالرحمن حبیب له لوري د جهاد د دورې اړوند یو شمېر پاتې اثار د سرپل ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ته وسپارل شول.

په دغو اثارو کې د مخابرې یوه پایه، درې لاسي بمونه، دوه قبضې بم‌افګن، درې پوځي پرتلې، یوه پیک‌ لرونکې خولۍ او دوه بیرغونه شامل دي، چې د جهاد پر مهال ترې استفاده کېده. دغه اثار د تاریخي اثارو د ساتنې، ثبت او خوندي کولو په موخه د سرپل د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د جهادي اثارو د ساتنې آمریت ته وسپارل شول.

ورته مهال د سرپل د اطلاعاتو او فرهنګ رییس ملا عبدالغفار حق‌نما د قاري عبدالرحمن حبیب له همکارۍ څخه د مننې ترڅنګ، د دغه ډول اثارو راټولول او ساتل د جهاد د تاریخي میراثونو په ساتنه او ثبت کې مهم وبلله او په دې برخه کې یې د اړوندو کسانو د همکاریو هرکلی وکړ.

دغه راز د سرپل د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د جهادي اثارو د ساتنې آمر ملا عبدالله مومن‌یار وایي؛ په دغه ولایت کې د جهاد د دورې د پاتې شویو اثارو د پېژندنې، راټولولو، ثبت او ساتنې بهیر دوام لري، ترڅو دغه اثار په منظم ډول خوندي او په اړوند موزیم کې وساتل شي. 

۱۴۴۸/۲/۲۶ هـ ق

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۳:۳۷
Background image

د کاپي رایټ اصولو د تطبیق او د لیکوالانو حقونو د خونديتوب په موخه د مطبعو او کتاب پلورنځیو له مسؤلینو سره ناسته ترسره شوه

د فاریاب د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو په شتون کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کاپي رایټ آمر مولوي عبدالظاهر مخلص د دغه ولایت د مطبعو، چاپ خونو او کتاب. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۳:۸
Background image

د هرات د اطلاعاتو او کلتور رئیس او د فرهنګي میراثونو د ساتنې ټولنې غړو ترمنځ ناسته وشوه

د فرهنګي میراثونو د ساتنې ټولنې مدیره پلاوي د هرات د اطلاعاتو او کلتور له رئیس الحاج مولوي عتیق‌الله عزیزي سره لیدنه وکړه او د فرهنګي او تاریخي میراثونو د ساتنې، بیارغونې او پېژندنې په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۲:۲۴
Background image

د خپرونو چارو معین فاریاب کې د رسنیو له مسؤلینو او ژورنالیستانو سره وکتل

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي د یاد معینیت اړوند پر ټولیزو رسنیو دڅارو رئیس مولوي صفی الله رائد او د دغه وزارت حقوقي سلاکار مولوي رحمت الله نړیوال په. . .

BACK TO NEWS