د میدان وردګو د نظامي محکمې مسؤلينو له مجاهد موزیم څخه ليدنه وکړه

rahim_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۹ - ۱۵:۵۴
Maidan Wardag province

یکشنبه( ۱۹ د شوال المکرم ۱۴۴۵)  د نظامي محکمې قاضي او میدان وردګو ولایت د امنیتي شورا غړي الحاج مفتي سعيد د میدان وردګو ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند مجاهد ملي موزیم څخه ليدنه وکړه.

ښاغلي د مجاهد موزیم د نظامي او لرغونو آثارو په ليدلو خو ښي څرګنده کړه او د یاد ریاست له کړنو یې مننه وکړه.

مفتي سعيد زیاته کړه؛ دا یو څرګند حقیقت دی چې د اسلامي امارت زړورو مجاهدينو اشغالګرو ته په خپل لاس جوړ شویو نظامي وسایلو عبرتناکه ماتې ورکړه او د خوښۍ ځای دی چې د دوی په لاس جوړ شوي نظامي آثار راتلونکي تاریخ ته ساتل کيږي.

د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس مولوي حبيب الله مجاهد د ښاغلي سعيد له راتګ څخه مننه وکړه او تر څنګ یې یو ځل بیا د میدان وردګو ولایت له ټولو مجاهدينو و غوښتل تر څو په خپل لاس جوړ شوي نظامي آثار، له اشغالګرو غنیمت شوي توکي او د شهیدانو آثار مجاهد ملي موزیم ته وسپاري تر څو راتلونکي تاريخ ته محفوظ وساتل شي.


۲۰۲۴/۴/۲۸ میلادي
۱۴۰۳/۲/۹ هــ ل

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۴ - ۱۴:۲۲
Background image

له خبريالانو او د رسنيو له مسؤلينو سره د همغږۍ غونډه تر سره شوه

یکشنبه ( ۴ ذو القعده ۱۴۴۵ ) د فاریاب ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لورې د خبریالانو او د رسنیو له مسؤلينو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه.

د فارياب ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۴ - ۱۴:۱۴
Background image

فارياب د اطلاعاتو او فرهنګ رياست ښوونيز کورسونو لړۍ پيل کړه

دوشنبه ( ۵ ذوالقعده ۱۴۴۵ ) د فاریاب ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د ځوانانو چارو آمريت له لورې ۲۵۰ تنو ته د تجوید، فن بیان، انګلیسي ژبې او ادبیاتو، ریاضي او خطاطۍ په برخو کې روزنیز. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۴ - ۱۴:۲
Background image

روزګان کې له رسنيو سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

یکشنبه ( ۴ د ذوالقعدې ۱۴۴۵) د روزګان ولایت د اطلاعات او فرهنګ ریاست له لوري دولتي او خصوصي رسنیو سره د همږغۍ ناسته ترسره شوه.

 د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس قاري اغاولي قریشي له ټولو. . .

BACK TO NEWS