د پکتيا ولايت عامه کتابتون ته شاوخوا ۱۰۰ ټوکه کتابونه وسپارل شول
چهارشنبه( ۲۹ د شوال المکرم ۱۴۴۵) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لوري د پکتیا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند عامه کتابتون ته تر ۱۰۰ ټوکه زیات د دیني، تاریخي، ادبي، حقوقي، سیاسي، زراعت، ټولنیزو علومو او مختلفو برخو کتابونه وسپارل شول.
د پکتيا ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست رئیس مولوي ثواب جان اسلام یار وايي: په یادو کتابونو کې د ۱۸ ټوکه قرآنکریم او تفسیر ابن کثیر ترڅنګ د احادیثو شپږ مشهور کتابونه "صحیح البخاري، صحیح مسلم، جامع الترمذي، سنن ابو داود، سنن النسايي او سنن ابن ماجه" او زیات شمېر نورو مختلفو برخو کتابونه موجود دي، چې د کتابتون په بډاینه کې ورته زیاته اړتیا وه.
د ښاغلي اسلاميار په وينا؛ هڅه کوي چې د دیني کتابونو برخه غښتلې شي او هغه نیمګړتیا چې په دې برخه کې موجوده ده، را ډکه شي.
د یادونې وړ ده، چې له دې وړاندې د کتابتونونو ریاست له لوري د پکتیا عامه کتابتون ته تر ۵۰۰ زیات د دیني، اقتصادي، سیاسي او نورو برخو کتابونه سپارل شوي وو.
۱۴۰۳/۲/۱۹ ھ ل
۲۰۲۴/۵/۸ ميلادي