د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ رییس د کوهستان حصه اول ولسوالۍ له رضاکارو ځوانانو سره وکتل

wasim_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۴ - ۱۰:۳۳
...

د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي کریم‌الله وثیق په خپل کاري دفتر کې د دې ولایت د کوهستان حصه اول ولسوالۍ د رضاکارو ځوانانو د کمېټې له رییس او غړو سره وکتل او له هغوی سره یې د ځوانانو د فکري او عقیدوي ودې په اړه خبرې وکړې.
ښاغلي وثیق ځوانان د ملتونو مهمه او برخلیک ټاکونکې پانګه وبلل او ویې ویل: د ځوانانو چارو ته پاملرنه او هغوی ته د وړیا زده‌کړو د زمینې برابرول یې له کاري لومړیتوبونو څخه دي.
د کوهستان حصه اول ولسوالۍ رضاکارو ځوانانو هم د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له هر اړخیز ملاتړ څخه مننه وکړه او د زده‌کړو په برخه کې یې د اسانتیا برابرولو په اړه خپل نظرونه وړاندې کړل، چې د اطلاعاتو او فرهنګ رییس له لوري د پوره همکاریو ډاډ ورکړل شو.

۱۴۴۸/۳/۱۲ هـ ق

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۵ - ۱۲:۳۲
Background image

د سیمه‌ییزو رسنیو او د امارتي ادارو له مطبوعاتي مسؤلینو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د غور ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د دې ولایت د سیمه‌ییزو رسنیو له استازو، خبریالانو او د امارتي ادارو له مطبوعاتي مسؤلینو سره د لا زیاتې همغږۍ او پر وخت او کره معلوماتو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۵ - ۱۱:۵۸
Background image

د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو د کوهبند ولسوالۍ له امنیه قوماندان سره وکتل

د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو د کوهبند ولسوالۍ په لرغونو سیمو او تاریخي آبداتو کې د خپل‌سرو کیندنو د مخنیوي په موخه د دې ولسوالۍ له امنیه قوماندان سره د همغږۍ ناسته. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۵ - ۱۰:۴۴
Background image

د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین د امام ابو حنیفه(رح) نړیوال نندارتون له مسؤل سره ولیدل 

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین مولوي قدرت الله جمال په خپل کاري دفتر کې د امام ابو حنیفه(رح) نړیوال نندارتون له مسؤل ښاغلی محمد صابر لطیفي سره وکتل.
په دې. . .

BACK TO NEWS