غور کې لسګونو تنو ځوانانو ته د وړیا زده کړو زمینه برابره شوه

wasim_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۵:۵۳
..

د غور اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د دې ولایت په مرکز کې ۱۲۰ تنو ځوانانو ته د درې میاشتو لپاره د وړیا زده کړو زمینه برابره شوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د ځوانانو د ټولنیز رول په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: ځوانان په ټولو برخو کې مهم او ارزښتمن رول لري، نوموړي زیاته کړه، چې د وړیا ښوونیز مرکز د پرانیستلو څخه موخه د ویناوالۍ، کمپیوټر او انګلیسي ژبې په برخو کې د ځوانانو د علمي کچې لوړول دي.
نوموړي ټینګار وکړ، چې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ژمن دی، چې ځوانانو ته لا ډېرې ښوونیزې اسانتیاوې برابرې کړي.
ورته مهال ځوانانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د دې نوښت ستاینه وکړه او ویې ویل: د داسې وړیا ښوونیزو پروګرامونو جوړېدل کولای شي د ځوانانو لپاره د زده کړو فرصتونه او په دې برخه کې اسانتیاوې لا زیاتې کړي.
د یادونې وړ ده، چې دا پنځمه دوره ده، چې د غور د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د ځوانانو چارو آمریت سلګونو ځوانانو ته د وړیا زده کړو زمینه برابروي.

۱۴۴۷/۱۲/۲۲ هـ ق

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۴:۳۹
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وشوه

‏دوشنبه (۱۴۴۷ د ذوالحجه ۲۹مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د خپرونو چارو معین مهاجر فراهي په مشرۍ وشوه.
‏ په دې غونډه کې د یو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۵۷
Background image

د سمسور لغمان پسرلنۍ دودیزه مشاعره ترسره شوه

د لغمان د اطلاعاتو او فرهنګ رياست لخوا د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د ترنم او ترانو رياست په همغږۍ د مهترلام ښار اړوند د الينګار څپانده سيند پر غاړه د سمسور لغمان پسرلنۍ دوديزه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۳۴
Background image

له قلموالو، فرهنګپالو او فعاله ځوانانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د روزګان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو د دې ریاست په انګړ کې له قلموالو، فرهنګپالو او فعاله ځوانانو سره د همغږۍ ناسته وکړه، چې موخه یې په ټولنه کې د اسلامي او ملي ارزښتونو لا ښه عامول. . .

BACK TO NEWS