پکتیکا کې د رسنيو له مسؤلينو او خبريالانو سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه
شنبه ( ۲۵د شوال المکرم ۱۴۴۵) د پکتيکا ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له لوري د ياد ولايت د والي په دفتر کې د دولتي او خصوصي رسنيو له استازو او خبريالانو سره د همغږۍ ناسته وشوه.
د رسنيو په استازیتوب عبدالباري نعيمي د پکتيکا ولايت په مطبوعاتو رڼا واچوله، نوموړي د ولايتي ادارې او د اطلاعاتو او فرهنګ رياست څخه مننه وکړه، چې تل يې ورسره همکاري کړې ده.
د خبريالانو د خونديتوب کمېټې مشر خير الدين ذکي وويل: له نيکه مرغه د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي يوه پېښه هم نه لرو.
د پکتيکا ولايت والي الحاج مولوي عبدالخالق عابد د رسنيو له استازو مننه وکړه او له خپل لوري یې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.
۲۰۲۴/۵/۴ میلادي
۱۴۰۳/۲/۱۵ هـ ل