کندهار کې د جهادي آثارو د ساتنې اړوند قانون د تشریح په موخه غونډه ترسره شوه

wasim_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۹:۸
..

د کندهار په اطلاعاتو او فرهنګ ریاست کې د جهادي آثارو د راټولو، ساتنې او ثبت اړوند قانون د تشریح په موخه جوړه شوې غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د جهادي آثارو د ساتنې عمومي رئیس مفتي محمد طاهر احمد، د یاد ریاست اړوند د جهادي اثارو او سندونو د ثبت رئیس قاري احمدالله سعید خوستي، د کندهار ولایتي ملکي او نظامي ادارو یو شمېر مسؤلینو او د دې ولایت ډلګۍ مشرانو ګډون کړی و.
د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مفتي انعام الله سمنګاني ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او همداراز يې د غونډي د موخو په اړه خبرې وکړې.
دغه راز د جهادي آثارو د ساتني عمومي رئیس مفتي محمد طاهر احمد وویل: د عالیقدر امیرالمؤمنین(حفظه الله) د شفاهي هدایت پر اساس دغه غونډه له کندهار ولایت څخه پیل شوې.
ښاغلي احمد زیاته کړه: الله تعالی افغانانو ته د اسلامي نظام ستر نعمت ورکړی دی او دا نظام په ډېرو قربانیو سره حاکم شوی دی، همدارنګه زموږ او ستاسو مسئولیت دی، چې د یادو قربانیو تاریخ او یادګارونه د راتلونکو نسلونو لپاره په مستنده توګه وساتو.
نوموړي د جهادي آثارو د ساتني عمومي ریاست د رامنځته کیدو د موخو په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې د جهادي آثارو د ساتنې عمومي ریاست به د تېر شل کلن جهاد اړوند د ټولو ملکي او نظامي شهیدانو سوانح راټول او په مستند شکل به یې راتلونکو نسلونو ته انتقال کړي، همدارنګه د دې ترڅنګ به د تېر شل کلن جهاد اړوند آثار هم راټور او په موزیمونو کې نندارې ته وړاندې شي.
ورته مهال د جهادي اثارو او سندونو د ثبت رئیس قاري احمدالله سعید خوستي د جهادي آثارو د ساتنې قانون تشریح کړ او له ټولو ګډونوالو څخه یې وغوښتل؛ چې د جهاد تاریخ، جهادي خاطرې، کیسې او د شهیدانو سوانح ولیکي او د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند د جهادي آثارو د ساتني آمریتونو ته یې وسپاري، ترڅو راتلونکو نسلونو ته د افغانانو قربانۍ او ویاړلی تاریخ انتقال شي. 

۱۴۴۸/۴/۹ هـ ق

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۳:۲
Background image

خوست کې د امارتي ادارو له مطبوعاتي مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د خوست اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د رسنیزو چارو لا ښه تنظیم په موخه د بېلابېلو امارتي ادارو له مطبوعاتي مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته وشوه.
 د خوست اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوی محمد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۰:۳۱
Background image

غور کې د ۱۷مې ګنې فرمان په اړه سلګونه بنرونه، بروشورونه او د پوهاوي نور چاپي مواد ووېشل شول

د غور ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د عامه پوهاوي د پروګرامونو په دوام، دا ځل د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان چې د ناسمـو دودونو او رواجونو د مخنیوي په موخه صادر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۰:۱۶
Background image

د خپرونو چارو معین بغلان کې د رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره وکتل

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي بغلان ولایت کې د رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره په لیدنه کې د رسنیو د وضعیت، ستونزو او اړتیاوو په اړه خبرې وکړې.
د. . .

BACK TO NEWS