د یوټیوب‌چینلونو له مسؤلینو او د ټولنیزو رسنیو له فعالانو سره ناسته وشوه 

wasim_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۹:۳۰
..

د هرات اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو د یو شمېر یوټیوب‌چینلونو له مسؤلینو او د ټولنیزو رسنیو له فعالانو سره د شته ستونزو څیړلو، د وړاندیزونو او ستونزو اوریدلو او د رسنیزو فعالیتونو د لا پیاوړتیا په موخه د همغږۍ ناسته وکړه.

د مسؤلینوپه وينا؛ نن ورځ ټولنیزې رسنۍ د اړیکو له مهمو وسیلو څخه شمېرل کېږي، یوټیوب‌چلوونکي او د محتوا تولیدوونکي کولای شي، د هرات د فرهنګ او تاریخي آثارو او ټولنیزو واقعیتونو په معرفي کولو کې مهم او اغیزمن رول ولوبوي.
ورته مهال د یو شمېر یوټیوب‌چینلونو مسؤلینو او د ټولنیزو رسنیو فعالانو وویل: خوښ یو، چې په داسې امن او ډاډمن چاپېریال کې ولسوالیو او لرې پرتو کلیو ته سفرونه کوو او د خپرونو په چمتو کولو بوخت یو، دوی د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له هر اړخیزو همکاریو او ملاتړ څخه مننه وکړه.

۱۴۴۷/۱۲/۲۳ هـ ق

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۹:۳۷
Background image

لوګر کې د جهادي موزیم او د شهیدانو منار د جوړولو لپاره ځایونه ځانګړي شول

لوګر کې د جهادي آثارو د ساتنې موزیم او د شهیدانو منار د جوړولو لپاره مناسب ځایونه ځانګړي شوي او هڅې روانې دي، چې د یادو پروژو عملي چارې هم ژر پیل شي.
د لوګر اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۹:۳۰
Background image

د یوټیوب‌چینلونو له مسؤلینو او د ټولنیزو رسنیو له فعالانو سره ناسته وشوه 

د هرات اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو د یو شمېر یوټیوب‌چینلونو له مسؤلینو او د ټولنیزو رسنیو له فعالانو سره د شته ستونزو څیړلو، د وړاندیزونو او ستونزو اوریدلو او د رسنیزو فعالیتونو د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۵:۵۳
Background image

غور کې لسګونو تنو ځوانانو ته د وړیا زده کړو زمینه برابره شوه

د غور اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د دې ولایت په مرکز کې ۱۲۰ تنو ځوانانو ته د درې میاشتو لپاره د وړیا زده کړو زمینه برابره شوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د ځوانانو د ټولنیز رول په اړه. . .

BACK TO NEWS