لوګر کې د جهادي موزیم او د شهیدانو منار د جوړولو لپاره ځایونه ځانګړي شول
لوګر کې د جهادي آثارو د ساتنې موزیم او د شهیدانو منار د جوړولو لپاره مناسب ځایونه ځانګړي شوي او هڅې روانې دي، چې د یادو پروژو عملي چارې هم ژر پیل شي.
د لوګر اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي ثواب جان اسلامیار د یادو ځایونو د لیدنې پر مهال وویل: چې دغه ځایونه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د جهادي اثارو د ساتنې لوی ریاست د سپارښتنې پر بنسټ، د ولایت مقام او اړوندو ادارو په همغږۍ او همکارۍ ټاکل شوي دي.
نوموړي زیاته کړه، چې د جهادي آثارو د ساتنې موزیم لپاره پل علم ښار اړوند شهیدانو غونډۍ او همدا راز د تېرو شلو کلونو د اسلامي مبارزې د شهیدانو په نوم د یادګار منار د جوړولو لپاره پل علم ښار کې ځایونه په نښه شول، چې د اړوندو ادارو په ملاتړ به یې د جوړولو برخه کې هم عملي اقدامات ترسره شي.
ورته مهال د لوګر اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د جهادي آثارو د ساتنې مدیر وویل: د جهادي موزیم لپاره د شهیدانو لسګونه پاتې شوي آثار، نښانې او نور ارزښتناک توکي راټول شوي دي، چې د یو شمېر شهیدانو ژوندلیکونه، خاطرې او کارنامې هم راټولې او ترتیب شوې دي، ترڅو په راتلونکي کې د ارشیف له لارې د راتلونکو نسلونو لپاره خوندي وساتل شي.
۱۴۴۷/۱۲/۲۳ هـ ق