د لوحو او تبلیغاتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون مشورتي غونډه وشوه

wasim_admin
Tue, Jun 09 2026 2:42 PM
..

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معين ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ د لوحو او تبلیغاتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون مشورتي غونډه وشوه.
په دې غونډه کې د کمېسیون غړو په کابل ښار کې د لوحو او تبلیغاتي تابلوګانو د تنظیم او اصلاح اړوند پر بېلابېلو موضوعاتو بحث او لازمې پرېکړې وکړې.
د غونډې د پرېکړې له مخې، په کابل ښار کې د لوحو او تابلوګانو له امله د رامنځته کېدونکو بصري (لید) ستونزو د مخنیوي لپاره پر اړینو موضوعاتو ټینګار وشو. همدارنګه د کمېسیون په ساحوي پروګرامونو او فعالیتونو کې د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت پر لا زیاتې همکارۍ ټینګار وشو.
دغه راز د کمېسیون د رئیس او غړو له خوا یو رسمي یادښت تایید شو، ترڅو د بهرنیو کلمو او اصطلاحاتو پر وړاندې په ملي ژبو کې مناسب بدیلونه چمتو او کسب‌کارانو او مسلکي کسانو ته وړاندې شي.
د غونډې په بله برخه کې د کابل ښاروالۍ د فرهنګي چارو رئیس قاري ولي‌ګل جواد او د کمېسیون غړي له رسنیو سره د کمېسیون د فعالیتونو په اړه د معلوماتو وړاندې کولو د مسوولینو په توګه معرفي شول.
د غونډې په پای کې د کمېسیون د فعالیتونو اړوند پر نورو موضوعاتو هم بحث وشو او لازمې پرېکړې وشوې.

۱۴۴۷/۱۲/۲۳ هـ ق