د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خلکو د فرهنګ رییس معرفي او دند یې پیل کړه
د خلکو فرهنګ نوى رييس نن د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ د هنر معين له خوا د دغه رياست کارکوونکو ته معرفي شو.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په هغې غونډه کې په همدې مناسبت جوړه شوې وه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معين او د دغه وزارت د يو شمېر ادارو د رييسانو په ګډون جوړه شوې وه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د بشري منابعو رييس احمد ضيا انوري د رييس الوزرا حکم ولوست او ويې ويل: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په وړانديز او د رياست الوزرا په منظورۍ مولوي صفي الله رائد د دغه وزارت د خلکو د فرهنګ د رييس په توګه مقرر شوى دى.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معين مولوي عتيق الله عزيزي په خپلو خبرو کې وويل چې د خلکو د فرهنګ رياست د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له مهمو او ارزښتناکو برخو څخه دى، چې د افغانستان د ټولو خلکو د دودونو او رواجونو سره مستقيمه اړيکه لري.
هغه وويل چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هېواد ټولو فرهنګي ارزښتونو ته پاملرنه لري په هېواد کې فرهنګ، دودونه او رواجونه زموږ د تاريخ او ملي هويت يوه برخه ده.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معين وويل؛ چې مولوي صفي الله رائد د افغانستان له مشهورو فرهنګي څېرو څخه دى، چې په بېلابېلو فرهنګي برخو په تېره بيا په شعر او د ادبياتو په برخه کې يې کار کړى او له هغه څخه يې وغوښتل چې په بېلابېلو فرهنګي برخو کې هلې ځلې وکړي ځکه په تېرو شلو کلونو کې فرهنګي برخو ته پاملرنه، نه ده شوې او د هېواد ټول ارزښتونه او فرهنګونه ګډوډ شوي دي.
هغه وويل په دې برخه کې هېڅ کار نه دى شوى او غواړم چې په فرهنګي برخه کې زيات کار ترسره شي.
د خلکو د فرهنګ رييس مولوي صفي الله رائد وويل چې اوس په هېواد کې اسلامي نظام واکمن شوى او زه به د کارکوونکو په همکارۍ فرهنګي کارونه له صفر څخه پيل کړم.
هغه وويل چې خلکو ته کار کول زموږ مسووليت دى او زه ژمن يم.
هغه دغه رياست په هېواد کې ارزښتناک رياست وباله او له فرهنګيانو، شاعرانو او ليکوالانو څخه يې وغوښتل چې له دغه رياست سره همکاري وکړي.