د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوري د رسنيو له مسؤلينو او وياندویانو سره د همږغۍ غونډه وشوه

tawana_admin
خميس, يناير 23 2025 4:49 مساء
Fhbfx

پنجشنبه ( ۲۲ د رجب ۱۴۴۶) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معينيت اړوند اطلاعاتو ته د لاسرسي رياست له لوري د وزارتونو او مستقلو ادارو وياندويانو ته د ظرفیت لوړونې روزنيز سمينار وروسته د رسنيو له مسؤلينو، استازو او وياندويانو سره د همږغۍ غونډه ترسره کړه.

یاده غونډه کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت وزير الحاج ملا خيرالله خیرخواه، د چارو ادارې عمومي رئيس شيخ نورالحق انور، د خپرونو چارو معين مولوي مهاجر فراهي، د ګرځندوی مالي او اداري چارو معين مولوي قدرت الله جمال، د وزارت مقام حقوقي سلاکار قاري سعيد خوستي، د وزارت مقام د دفتر رئیس مولوي احسان الله حسان، د جهادي ارزښتونو د ساتنې عمومي رئيس مولوي ذبيح الله نوراني، اطلاعاتو ته د لاسرسي رياست رئيس مولوي رحمت الله نړيوال، د وزارتونو او مستقلو ادارو وياندويانو، د رسنيو مسؤلينو او استازو ګډون کړی وو.

د غونډې په پیل کې اطلاعاتو ته د لاسرسي رياست رئيس مولوي رحمت الله نړيوال د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ وويل: خوښ يو چې د رسنيو او وياندويانو ترمنځ د همږغۍ د غونډې کوربتوب کوو، اطلاعاتو ته د لاسرسي رياست له تېرو اتو مياشتو راپه دېخوا په فعاليت پيل کړی دی، چې د مرکز په ګډون يې په اووه زونونو کې له وياندويانو او رسنيو سره ورته غونډې جوړې کړي دي، چې له امله يې اطلاعاتو ته لاسرسی اسانه شوی او لا هم هڅې کوو، چې دې برخه کې نورې اسانتياوې رامنځته کړو.

همدا راز د رسنيو په استازولۍ د طلوع نيوز شبکې رئيس ذبيح الله سادات، د خبريالانو د خونديتوب کميټې رئيس عبدالقديم وياړ، د ازادو خبريالانو د اتحاديې رئيس حجت الله مجددي، د خبريالانو په استازولۍ روح الله عليزي په نوبت سره خپل نظريات، ستونزې او وړانديزونه شريک کړل، دوی وویل: موږ په تېرو دريو کلونو کې د رسنيو او دولتي ادارو له وياندويانو سره په همږغۍ ټينګار کوو، چې دا دی اوس د هغې ورځې شاهدان يو او له دولتي ادارو سره د رسنيو او خبريالانو ښه همږغي رامنځته شوې ده، د اطلاعاتو او کلتور وزارت مسؤلينو په دې برخه کې ډيرې هڅې کړي دي، چې هڅې يې د ستايلو دي، دوی له اطلاعاتو او کلتور وزارت څخه غوښتنه وکړه، چې رسنيو ته ځانګړې پاملرنه وکړي او رسنيزه برخه کې شته ستونزو ته د حل لارې پيدا کړي. 

ورپسې د امارتي ادارو د وياندويانو په استازولۍ د کورنيو چارو وزارت وياند مفتي عبدالمتين قانع خبرې وکړې او ويې ويل: په اداري چارو کې مهم اصل همږغي ده، چې د مطبوعاتي مسؤلينو او وياندويانو لپاره حياتي ارزښت لري، د امارتي ادارو وياندويان له ټولو رسنيو سره حسنه اړيکې لري او دا اړيکې به په دوامداره ډول جريان لري.

د چارو ادارې عمومي رئيس شيخ نورالحق انور د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل: د اطلاعاتو او کلتور وزارت دا اقدام د ستاينې وړ دی او دا يو نيک اقدام دی، رسنۍ له پخوا څخه ډير ارزښت لري، د رسنيز ډګر پياوړي کولو لپاره ډيرو هڅو ته اړتيا ده، چې اسلامي امارت دې برخې ته ځانګړې توجه کوي او د رسنيزې برخې لا پياوړي کولو ته متعهد دی.

د خپرونو چارو معين مولوي مهاجر فراهي په خپلو خبرو کې وويل: د رسنيو او وياندويانو ترمنځ د همږغۍ د غونډو دا لړۍ به دوام لري، تر دې مخکې هم د هېواد په بېلابېلو زونونو کې ورته غونډې جوړې شوي دي، چې په ترڅ کې يې ټولو وياندويانو ته ويل شوي، چې له رسنيو سره پر وخت اطلاعات او معلومات شريک کړي، رسنۍ دې ملي اصطلاحات او ترمينالوژي رعايت کړي، او د بېګانه کلتورونو او اصطلاحاتو له استعمال دې ځان وساتي.

ښاغلي فراهي صاحب زياته کړه، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د رسنيو او خبريالانو څخه د ملاتړ په موخه په يوه داسې تګلاره کار روان کړی دی، چې له مخې به يې دوی خود کفاه شي او له شته ستونزو به خلاص شي.

د غونډې په وروستۍ برخه کې د وزارتونو او مستقلو ادارو وياندويانو ته د اطلاعاتو او کلتور وزارت د وزير الحاج ملا خيرالله خيرخواه، د ګرځندوی مالي او اداري چارو معين مولوي قدرت الله جمال او د خپرونو چارو د معين مولوي مهاجر فراهي له لوري تصديق پاڼې وويشل شوې.

 

۱۴۰۳/۱۱/۴ ل

۲۰۲۵/۱/۲۳ ز

تازه ترین اخبار

أربعاء, مارس 12 2025 11:05 صباحا
Background image

زيارة رئيس علم الآثار بوزارة الإعلام والثقافة إلى ولاية بكتيا

قام المهندس ذبيح الله سادات، رئيس رئاسة علم الآثار التابعة لوكالة الثقافة والفنون بوزارة الإعلام والثقافة، بزيارة إلى ولاية بكتيا بهدف تفقد المواقع الأثرية والتاريخية فيها.
وخلال هذه. . .

اثنين, مارس 10 2025 1:49 مساء
Background image

عقد الاجتماع الدوري للجنة تقييم الكتب

 يوم الإثنين (10 من رمضان المبارك 1446 هـ) 
عُقد اجتماع دوري للجنة تقييم الكتب، فى مقر وكالة شؤون النشر، برئاسة سيد مهاجر فراهى، نائب وزير لشؤون النشر بوزارة الإعلام والثقافة.
وقد حضر. . .

أربعاء, مارس 05 2025 11:13 صباحا
Background image

لقاء رئيس العام لحفظ القيم الجهادية بوالي ولاية غور

 يوم الأربعاء (5 رمضان 1446هـ)، التقى مولوي ذبيح الله نوراني، رئيس رئاسة حفظ القيم الجهادية، مع والي ولاية غور مولوي حياة الله مبارك، بهدف جمع الذكريات والآثار الجهادية.
 وفي هذه. . .

BACK TO NEWS