شاجوی کې په لومړي ځل د کمپیوټر ښوونیز مرکز  فعال شو

panah_admin
أحد, يناير 26 2025 11:47 صباحا
...

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو معینیت له لوري د زابل ولايت د شاجوی ولسوالۍ ځوانانو لپاره د کمپيوټر ښوونیز مرکز پرانستل شو.
د یاد مرکز د پرانستې مراسمو کې د ځوانانو چارو معین  قاري محمد یونس راشد، د زابل د ځوانانو چارو آمر ملا عصمت الله شکیب اغا، د پوهنې رياست مسؤلینو او ځوانانو ګډون کړی وو.
د ځوانانو چارو معین قاری محمد یونس راشد وویل: د شاجوی ولسوالۍ د ځوانانو په غوښتنه یې دغه  ښوونیز مرکز فعال کړ، دې ښوونیز مرکز ته به پراختیا ورکوو او په دې ښوونیز مرکز کې به د تدریس تر څنګ د ځوانانو د فکري اصلاح، اقتصادي پیاوړتیا پروګرامونه او سمينارونه ترسره کېږي.
په ورته وخت کې د دې ولسوالۍ ځوانان خوښ دي، چې يو ستر خدمت ورته کیږي او په خپله ولسوالۍ کې ورته مجهز ښوونیز مرکز فعاليږي، د دوی په خبره مخکې به یې ځوانان نورو ځایونو ته د زده کړې لپاره تلل او یا به هم بې زده کړو پاتې کېدل، ولي اوس دا زمینه په خپله ولسوالۍ کې ورته برابره شوه.

۱۴۰۳/۱۱/۷ ل
۱۴۴۶/۷/۲۵ ق

تازه ترین اخبار

أربعاء, مارس 12 2025 11:05 صباحا
Background image

زيارة رئيس علم الآثار بوزارة الإعلام والثقافة إلى ولاية بكتيا

قام المهندس ذبيح الله سادات، رئيس رئاسة علم الآثار التابعة لوكالة الثقافة والفنون بوزارة الإعلام والثقافة، بزيارة إلى ولاية بكتيا بهدف تفقد المواقع الأثرية والتاريخية فيها.
وخلال هذه. . .

اثنين, مارس 10 2025 1:49 مساء
Background image

عقد الاجتماع الدوري للجنة تقييم الكتب

 يوم الإثنين (10 من رمضان المبارك 1446 هـ) 
عُقد اجتماع دوري للجنة تقييم الكتب، فى مقر وكالة شؤون النشر، برئاسة سيد مهاجر فراهى، نائب وزير لشؤون النشر بوزارة الإعلام والثقافة.
وقد حضر. . .

أربعاء, مارس 05 2025 11:13 صباحا
Background image

لقاء رئيس العام لحفظ القيم الجهادية بوالي ولاية غور

 يوم الأربعاء (5 رمضان 1446هـ)، التقى مولوي ذبيح الله نوراني، رئيس رئاسة حفظ القيم الجهادية، مع والي ولاية غور مولوي حياة الله مبارك، بهدف جمع الذكريات والآثار الجهادية.
 وفي هذه. . .

BACK TO NEWS