د يو بل منلو کلتور د ودې او پياوړتیا په موخه د (یو له بل سره بهتر کېږو) په نوم پروګرام ترسره شو

wasim_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۴ - ۱۰:۵۸
...

د بادغیس ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري (یو له بل سره بهتر کېږو) په نوم فرهنګي پروګرام د یو بل منلو کلتور د ترویج او پیاوړتیا په موخه، د دغه ریاست د کنفرانسونو په تالار کې جوړ شو.
په دغه پروګرام کې د ویناوالۍ ټولګي یو شمېر زده‌ کوونکو د یو بل منلو کلتور په اړه د قرآن کریم او نبوي احادیثو په رڼا کې ویناوې او شعرونه وړاندې کړل.
د بادغیس ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس آخندزاده مطیع‌ الله متقي وویل: د یو بل منلو کلتور د اسلامي ارزښتونو له ډلې څخه دی، اسلام سپېڅلي دین انسانان مینې، همکارۍ او متقابل درناوي ته رابولي، رښتینی مسلمان هغه دی، چې خپل مسلمان ورور د ځان په شان خوښ کړي او له تکبر او لويۍ څخه ځان وساتي.
ښاغلي متقي زیاته کړه، د یو بل منلو کلتور په رڼا کې سالمه، آرام هاو متحده ټولنه رامنځته کېږي، که موږ د قرآن کریم احکامو او د ستر پېغمبر حضرت محمد صلی‌الله‌علیه‌وسلم سیرت باندې عمل وکړو، نو اختلاف، کرکه او بېلتون به له منځه لاړ او ځای به یې د ورورولۍ روحیه ونیسي.

۱۴۴۷/۴/۲۳ هـ ق

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۶ - ۱۱:۳
Background image

برگزاری نشست مشترک کمیته مصوونیت خبرنگاران

به ریاست مولوی احمد الله متقی رییس اطلاعات و فرهنگ ولایت هرات نشست کمیته مصوونیت خبرنگاران راه‌اندازی شد.
مولوی احمدالله متقی بر حمایت همه‌جانبه از رسانه‌ها و خبرنگاران تأکید کرد و گفت. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۶ - ۱۰:۵۸
Background image

تقدیر از محصلان رضاکار پوهنتون البیرونی

شماری از محصلان رضاکار پوهنځی ژورنالیزم پوهنتون البیرونی، به دلیل سهم‌گیری فعال آنان در بخش‌های مختلف فرهنگی و اجتماعی، از سوی آمریت امور جوانان ریاست اطلاعات و فرهنگ کاپیسا تقدیر شدند.. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۶ - ۱۰:۳۷
Background image

برگزاری نشست هیأت داوران رقابت‌های جوایز فرهنگی و هنری سال ۱۴۰۴ هجری شمسی

به ریاست مولوی عتیق الله عزیزی معین فرهنگ و هنر وزارت اطلاعات و فرهنگ نخستین نشست هیأت داوران رقابت‌های جوایز فرهنگی و هنری سال ۱۴۰۴ ه‍ ش، در معینیت فرهنگ و هنر برگزار گردید.
در این. . .

BACK TO NEWS