د امارتي ادارو ویاندویانو او د عامه اړیکو مسؤولینو لپاره یو ورځنی علمي سمينار تر سره شو

wasim_admin
شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۶ - ۱۵:۹
...

د بلخ ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري، د ملکي او نظامي ادارو ویاندویانو او د عامه اړیکو مسؤولینو لپاره یو ورځنی علمي او مسلکي روزنیز سمینار جوړ شو.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي محمداللّٰه ضرار د ویاندویانو پر شرعي مسئولیت، د اسلامي امارت د نشراتي تګلارې د ارزښت او اهميت په هکله هر اړخیزه وينا وکړه او له ټولو مطبوعاتي مسئولینو یې غؤښتنه ؤکړه، چې تر هرڅه باید لومړی د اسلامي امارت پالیسۍ ته ژمن اووسي.
د ښاغلي ضرار په خبره ویاندویان د یوې ادارې او ولس ترمنځ د پول حیثیت لري، د امارتي ادارو وياندویان بايد د نظام پیغام او لاسته راوړنې په سمه او حقيقي بڼه تر خلکو ورسوي.
د اطلاعاتو او کلتور رياست اړوند د اطلاعاتو آمر او د سیمینار نورو وړاندې کوونکو معلوماتو ته د لاسرسي په برخه کې د امارتي ادارو ویاندویانو او د عامه اړیکو د مسؤلینو پر رول، مسئولیت او اهميت خبرې وکړې او هره اداره کې یې د وياند او مطبوعاتي مسئول پر شتون ټينګار وکړ او د سمینارو وړاندې کوونکو له لوري بېلابېلو نشراتې موضوعاتو په اړه هم معلومات وړاندې شول.
د یادونې وړ ده، چې د سمينار ګډونوالو دغه روزنیز سمينار مهم او ګټور وباله او ژمنه یې وکړه چې له دغه سمينار څخه ترلاسه شوي مهارتونه به د اطلاع ‌رسونې او د ښه خدماتو وړاندې کولو په برخه کې کاروي.
۱۴۴۷/۴/۲۵ هـ ق

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۱۵:۵۳
Background image

برگزاری سیمینار‌های علمی در ولسوالی‌های مقر و ناوه 

ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت غزنی با هماهنگی آمریت‌های معارف، سیمینارهای علمی را با هدف اصلاح فکری برای شماری از جوانان ولسوالی‌های مقر و ناوه، برگزار کرد.
ملا حمیدالله نثار رییس اطلاعات. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۸:۵۴
Background image

دیدار معین فرهنگ و هنر با رییس عمومی موسسه فیروزکوه

شیخ عبدالرحمن طیبی معین فرهنگ و هنر وزارت اطلاعات و فرهنگ با خانم لیان رییس عمومی موسسه فیروزکوه برای افغانستان و هیأت همراه وی دیدار کرد.
در این دیدار که محمد شفیق احمدزی رییس ارتباط. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۶:۱۹
Background image

برگزاری امتحان فرمان شماره ۱۷ در فاریاب

ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت فاریاب با هماهنگی اداره علمی و فرهنگی البرز امتحان رساله فرمان شماره ۱۷ عالی‌قدر امیرالمومنین حفظه‌الله تعالی (درمورد رسم و رواج‌های ناپسند در امور خویشاوندی. . .

BACK TO NEWS