ملا خيرالله خيرخواه: په اوسنيو شرايطو کې هېواد زيات کار او هلوځلو ته اړتيا لري

Anonymous (not verified)
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۵/۱۱ - ۱۰:۳۱
ملا خيرالله خيرخواه: په اوسنيو شرايطو کې هېواد زيات کار او هلوځلو ته اړتيا لري

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرست ملا خيرالله خيرخواه په مشرۍ نن د دغه وزارت د مشرتابه غونډه جوړه شوه.

د باختر اژانس د خبريال د خبر له مخې؛ په دې غونډه کې چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د معينانو او د بېلابېلو څانګو د رييسانو په ګډون جوړه شوه  لومړۍ د دغه  وزارت د بېلابېلو برخو رييسانو او مسوولينو د خپلو کارونو رپوټونه وړاندې کړل.

دوی دغه راز د چارو د لا ښه والي په موخه خپلې یو شمېر ستونزې، وړاندیزونه  او غوښتنې د اطلاعاتو او فرهنګ له سرپرست وزیر سره شریکې کړې او د دوی د ستونزو د حل او غوښتنو ته د رسیدګۍ په برخه کې یې د لا زیاتې پاملرنې غوښتنه وکړه.

وروسته د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست په خپلو خبرو کې د دغه وزارت د بېلابېلو برخو د رييسانو د کارونو قدرداني وکړه او ويې ويل؛ په اوسنيو شرايطو کې هېواد زيات کار او هلوځلو ته اړتيا لري.

هغه دغه راز ټينګار وکړ چې د چارو د لاښه والي په موخه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ټولو برخو مسوولين دې بايد زياتې هڅې وکړي.

دغه راز په دې غونډه کې د وزارتونو او ادارو له وياندويانو، فرهنګيانو او ليکوالانو سره د کتنې په ترڅ کې د فرهنګي برخې پر پرمختګونو خبرې شوې دي.

په غونډه کې د رسنيزو شکايتونو او سرغړونو د څېړنې د کمېسيون د کار پيل، د حکومت د رسنيو په مرکز کې د وزارت د يو کلن راپور وړاندې کول، په ولايتونو کې د فرهنګي اوونۍ، د ٢٦ علمي څېړنيزو کتابونو چاپ، د اشغال د دورې پر جنايتونو د مستندو فلمونو جوړول، د ځوانانو د ظرفیت لوړولو او د کار پیدا کولو په موخه د انستيتيوت تاسيس، د هیواد په کچه د سیاحتي ساحو مدیریت، د هغو پوهنتونونو ستاینه چې د ځوانانو لپاره یې په بیلابیلو برخو کې د لوړو زده کړو او مسلکي زده کړو زمینه برابره کړې او همدا راز د ځوانانو د ورځې د نمانځنې په موخه  بحث او د نظرونو تبادله وشوه.

کابل، د زمري ١١ مه، باختر

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۳۰ - ۱۱:۴۴
Background image

گروهی از گردشگران روسی به ولایت پنجشیر سفر کردند!

چهارشنبه مورخ(۸ شوال المکرم ۱۴۴۵)مولانا نصرالله ملک‌زاده رییس اطلاعات و فرهنگ پنجشیر گفت: این گروه هفت‌نفری از گردشگران کشور روسیه بودند که جهت بازدید از ساحات تاریخی، باستانی و تفریحی. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۳۰ - ۱۱:۳۹
Background image

بازدید گردشگران داخلی از ولایت سرپل افزایش یافته‌است!

چهارشنبه مورخ(۸ شوال المکرم ۱۴۴۵)ملا عبدالغفار حق‌نما رییس اطلاعات و فرهنگ ولایت سرپل می‌گوید: که تامین امینت، طبیعت سرسبز و موجودیت جاذبه‌های طبیعی در این ولایت، سبب افزایش. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۹ - ۱۵:۴۷
Background image

رییس گردشگری با دو تن گردشگران خارجی دیدار کرد!

چهارشنبه مورخ(۸ شوال المکرم ۱۴۴۵) مولوی سید محمد سعید رییس گردشگری وزارت اطلاعات و فرهنگ با دو تن گردشگران از کشور چین و جاپان دیدار کرد.

آقای سعید ضمن خوش‌آمدگویی به گردشگران پیرامون. . .

BACK TO NEWS