ملا خیرالله خیرخواه: په افغانستان کې اسلامي نظام واکمن شوی دی، خو ساتنه او تقویت یې زموږ ګډ مسوولیت دی

moic_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۷/۶ - ۱۵:۰
moic.gov.af-khairkhwa

د  اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت، نن د امارتي وزارتونو او مستقلو ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ غونډه  وکړه.

د باختر آژانس خبریال د خبر له مخې؛ د کابل په بابر بڼ کې په همدې مناسبت جوړه شوې غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست وزیر ملا خیرالله خیرخواه، د دغه وزارت د خپرونو چارو معین مهاجر فراهي، د باختر اطلاعاتي آژانس رئیس عبدالواحد ریان او د یو شمېر وزارتونو او مستقلو ادارو ویاندویانو او استازو ګډون کړی و.

د غونډې په پيل کې، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست وزیر ملا خیرالله خیرخواه، په اوسني وخت کې د رسینو پر ارزښت او مسوولیتونو خبرې وکړې او ویې ویل: په افغانستان کې اسلامي نظام واکمن شوی دی، خو ساتنه او تقویت یې زموږ ګډ مسوولیت دی.

ملا خیرخواه، د وزارتونو او مستقلو ادارو له ویاندویانو څخه وغوښتل چې د خپلو ادارو فعالیتونه او لاسته راوړنې له اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سره شریکې کړي چې د دغه وزارت له لارې له هېوادوالو سره شریکې شي.

هغه یادو ویاندویانو ته لارښوونه وکړه چې خپل خبرونه او نور معلومات له خپرېدو مخکې له باختر اطلاعاتي آژانس سره چې د اسلامي امارت رسمي ژبه ده، شریک کړي چې له دې لارې له نورو رسنیو او خلکو سره شریک شي او د دښمن د زهرجنو تبلیغاتو مخه ونیول شي.

وروسته، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معین مهاجر فراهي، په نړۍ کې د نظامونو په ټینګښت او له منځه وړلو کې د رسنیو د رول په اړه خبرې وکړې او پر ویاندویانو یې غږ وکړ چې د اوسني اسلامي نظام دفاع وکړي او په وخت او بشپړ دقت سره د خپلو ادارو خبرونه او نور معلومات له اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سره شریک کړي چې د افغانستان اسلامي امارت کړنې او لاسته راوړنې د افغانستان خلکو او نړیوالو ته ورسول شي.

فراهي زیاته کړه: دښمنان د اسلامي امارت پر وړاندې دسیسې جوړوي، خو د هغوی د ناوړو دسیسو د شنډولو او مخنیوي لپاره باید له دفاعي حالت څخه تهاجمي حالت غوره کړو.

د خپرونو چارو معین دغه راز د معلوماتو شریکولو په برخه کې د امارتي ادارو ترمنځ پر همغږۍ او له رسنیو او خبریالانو سره یې پر ښو اړیکو ټینګار وکړ او په دې برخه کې یې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د همکارۍ ډاډ ورکړ.

په همدې حال کې، د باختر اطلاعاتي آژانس رئیس عبدالواحد ریان د دغه آژانس د فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه معلومات ورکړل او له ویاندویانو څخه یې وغوښتل چې له خپرېدو مخکې خپل خبرونه، راپورونه او ویډیوګانې له باختر آژانس سره شریک کړي.

د غونډې په دوام، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د رسنیو پر خپرونو د څار رئیس عبدالحق حماد له یادو ویاندویانو څخه وغوښتل چې د نظام د ساتنې او پیاوړتیا لپاره دې د خپلو ادارو پر ټولو چارو ځان خبر کړي.

د غونډې په پای کې، د کانونو او پټرولیم، صنعت او تجارت، د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو، د سرحدونو، قومونو او قبایل چارو وزارتونو، د پلټنې عالي ادارې او د ملي پراختیا شرکت ویاندویانو د موضوع په اړه خبرې وکړې او خپلې غوښتنې، وړاندیزونه او ستونزې یې شریکې کړې.

هغوی هم د نظام په ساتنه او پیاوړتیا کې د رسنیو رول مهم وباله او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او ویاندویانو ترمنځ یې پرهمغږۍ ټینګار وکړ.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۳۰ - ۱۱:۴۴
Background image

گروهی از گردشگران روسی به ولایت پنجشیر سفر کردند!

چهارشنبه مورخ(۸ شوال المکرم ۱۴۴۵)مولانا نصرالله ملک‌زاده رییس اطلاعات و فرهنگ پنجشیر گفت: این گروه هفت‌نفری از گردشگران کشور روسیه بودند که جهت بازدید از ساحات تاریخی، باستانی و تفریحی. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۳۰ - ۱۱:۳۹
Background image

بازدید گردشگران داخلی از ولایت سرپل افزایش یافته‌است!

چهارشنبه مورخ(۸ شوال المکرم ۱۴۴۵)ملا عبدالغفار حق‌نما رییس اطلاعات و فرهنگ ولایت سرپل می‌گوید: که تامین امینت، طبیعت سرسبز و موجودیت جاذبه‌های طبیعی در این ولایت، سبب افزایش. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۹ - ۱۵:۴۷
Background image

رییس گردشگری با دو تن گردشگران خارجی دیدار کرد!

چهارشنبه مورخ(۸ شوال المکرم ۱۴۴۵) مولوی سید محمد سعید رییس گردشگری وزارت اطلاعات و فرهنگ با دو تن گردشگران از کشور چین و جاپان دیدار کرد.

آقای سعید ضمن خوش‌آمدگویی به گردشگران پیرامون. . .

BACK TO NEWS