د اطلاعاتو او کلتور وزير رسنيز مسؤليت ډېر مهم دی، باید مسؤلانه برخورد وشي

tawana_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۷:۰
Gghxx

پنجشنبه ( ۲۲ د رجب ۱۴۴۶) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معينيت اړوند اطلاعاتو ته د لاسرسي رياست له لوري د وزارتونو او مستقلو ادارو د وياندويانو او د رسنيو له مسؤلينو او استازو سره د همږغۍ غونډه کې د ياد وزارت وزير الحاج ملا خیرالله خیرخواه صاحب د غونډې ګډونوالو ته د وينا پرمهال وویل: رسنيز مسؤليت ډیر مهم مسؤليت دی، باید داسې مسؤلانه برخورد وکړو، چې له خپل مسير سره مو مطابقت ولري، باید متضاد شيان نشر نه کړو ځکه چې ټولنه له خپل اصلي مسير څخه منحرفوي، ټول باید خپل اصلي استقامت تعقیب کړو او له افراط او تفريط څخه ځان ساتنه وکړو.

محترم خيرخواه صاحب زياته کړه؛ په يو شمېر هېوادونو کې په رسنيو ډير سخت قیودات وضع شوي دي، خو برعکس اسلامي امارت له رسنيو ملاتړ کوي او له دوی څخه يې په هر ډګر کې دفاع کړې ده او بيا يې هم کوي، د اسلامي امارت په راتګ سره د هېواد ملي ګټې خوندي شوي دي، امارت د ټولو افغانانو ګډ کور دی، ستونزې به په ګډه ختموو هېواد مو له ډيرو ستونزو راتېر شوی دی، درې امپراطورۍ پکښې ماتې شوي دي، باید له تېر وخت څخه تجربه واخلو او د هيواد د ابادۍ او پرمختګ لپاره اوږه په اوږه کار وکړو.

۱۴۰۳/۱۱/۴ ل

۲۰۲۵/۱/۲۳ ز

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۲:۵۸
Background image

برگزاری نمایشگاه یک روزهٔ کتاب در ارزگان

ریاست اطلاعات و فرهنگ ارزگان به هدف تقویت فرهنگ مطالعه، رشد فکری نسل جوان و جلب توجه بیشتر به ارزش کتاب، نمایشگاه یک‌روزه کتاب را برگزار کرد. در این نمایشگاه، علاوه‌بر مسوولان برخی. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۱:۵۴
Background image

کتاب‌خانه‌‌عامهٔ جدید در سانچارک ساخته می‌شود

رییس اطلاعات و فرهنگ ولایت سرپل در سفرش به ولسوالی سانچارک، زمین اعمار یک کتاب‌خانه عامه معیاری را در مرکز قریه تکزار تثبیت و به‌گونه رسمی تسلیم گرفت. این زمین به مساحت ۶۰۰ متر مربع با. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۰:۴۲
Background image

مطبعه ریاست اطلاعات و فرهنگ پنجشیر دوباره فعال می‌شود

مفتی عبدالعلیم ځانواک رییس نگارش قرآن‌کریم و انتشارات کتب بیهقی وزارت اطلاعات و فرهنگ در رأس یک هیأت به ولایت پنجشیر سفر کرد و ضمن دیدار با مسوولان ریاست اطلاعات و فرهنگ این ولایت از. . .

BACK TO NEWS