ګرشک کې لسګونو تنو بېوزلو زده کوونکو ته د وړیا زده کړو زمینه برابره شوه

wasim_admin
Tue, Aug 11 2026 10:22 AM
..

د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند د ګرشک ولسوالۍ د اطلاعاتو او فرهنګ مدیریت ښوونیز مرکز کې د درېیمي دورې لپاره ۱۰۰ تنو بېوزلو زده کوونکو ته د کمپیوټر پروګرامونو وړیا زده کړو زمینه پیل برابره شوه.
د ګرشک ولسوالۍ د اطلاعاتو او فرهنګ مدیر وویل: په دغه ښوونیز مرکز کې د کمپیوټر برخي زده کوونکو ته د عملي کار لپاره مجهز کمپیوټر لیب هم ترتیب شوی دی، ترڅو زده کوونکي د نظري زده کړو ترڅنګ عملي زده کړې هم وکړي. د ګرشک ولسوالۍ د اطلاعاتو او فرهنګ مدیر له ټولو زده کوونکو څخه وغوښتل چي خپلو درسونه ته پر وخت حاضر او خپل وخت په بې ګټو مصروفیتونو کې تېر نکړي.
ورته مهال د یاد ښوونیز مرکز زده کوونکي د ګرشک ولسوالۍ د اطلاعاتو او فرهنګ مدیریت له خدماتو څخه خوښي څرګندوي او له یاد مدیریت څخه غواړي چې ورته پروګرامونو ته پراختیا ورکړي.
د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې له یاد ښوونیز مرکز څخه ۱۵۷ تنه زده کوونکي د کمپیوټر بېلابېلو پروګرامونو له زده کړو څخه فارغ شوي دي.

۱۴۴۸/۲/۲۷ هـ ق

تازه ترین اخبار

Tue, Oct 13 2026 3:22 PM
Background image

Signage and Advertisement Reform Commission Reviews Signs in Kabul’s Eighth District

As part of its ongoing field activities, the Signage and Advertisement Reform Commission, under the Deputy Ministry for Publications of the Ministry of Information and Culture,. . .

Tue, Oct 13 2026 3:06 PM
Background image

Meeting Held in Paktia to Promote Implementation of Decree No. 17

A meeting was held at the Paktia Directorate of Information and Culture to discuss the effective implementation of Decree No. 17, issued by the leadership to prevent improper customs. . .

Tue, Oct 13 2026 2:00 PM
Background image

Kabul Information and Culture Department Meets with Media Officials from 14 Districts

Mawlawi Shamsullah Zubair, Director of Information and Culture in Kabul Province, held a meeting with media officials from all 14 districts of the province, commending their work and. . .

BACK TO NEWS