د اطلاعاتو او کلتور وزیر پنجشېر ولایت ته سفر وکړ

wasim_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۸:۳۴
...

د اطلاعاتو او کلتور وزیر صاحب شیخ شیراحمد حقاني پنجشېر ولایت ته د سفر په لړ کې د دې ولایت له والي حافظ محمد آغا حکیم او اطلاعاتو او کلتور رئیس سره ولیدل.

د پنجشېر والي حافظ محمد آغا حکیم وزیر صاحب ته د ښه راغلاست ویلو تر څنګ په کلتوري برخو کې د ترسره شویو فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او د دغو برخو پر پیاوړتیا یې ټینګار وکړ. 

ښاغلي حکیم د ځوانانو مهم رول ته په اشارې سره وویل: ځوانان د هېواد د راتلونکي جوړوونکي دي، ښاغلي حکیم همدارنګه د ځوانانو د ذهنیت جوړونې، د ګرځندوی کلتور د ودې، د کتابتونونو د پیاوړتیا، د مطبعې د بیا فعالولو او د سیلانیانو لپاره د هوټل جوړولو پر اړتیا هم ټینګار وکړ.

ورته وخت کې د اطلاعاتو او کلتور وزیر صاحب شیخ شیر احمد حقاني د وړاندې شویو وړاندیزونو هرکلی وکړ او په کلتوري برخو کې یې د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه وکړه. ښاغلي حقاني وویل: د ولسوالیو په کچه د کمپیوټر کورسونو د تجهیز، د مطبعې د بیا فعالولو، د کلتوري پروګرامونو د بودیجې د زیاتوالي او د سیلانیانو لپاره د اسانتیاوو برابرولو په برخه کې به لازم اقدامات وشي.

د لېدنې په لړ کې، دواړو لورو د همکاریو پر دوام ټینګار وکړ او د اطلاعاتو او کلتور وزیر د پنجشېر امنیت، پراختیایي چارې او د ګرځندوی سکتور وضعیت مثبت وباله.

د یادونې وړ ده، چې پنجشېر ولایت ته د سفر په لړ کې ښاغلي حقاني صاحب د د دې ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست څخه هم لېدنه وکړه.

په دې لېدنه کې د پنجشېر ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس د دې ریاست ترسره کړیو فعالیتونو، لاسته راوړونو او وړاندیزونو په اړه هر اړخیز معلومات شریک کړل، چې د ښاغلي وزیر صاحب له لوري د دې ریاست ترسره کړیو فعالیتونه مثبت وارزول شول او ډاډ څرګند شو، چې یاد شویو ستونزو او وړاندیزونو ته به رسېدنه وشي.

۱۴۴۷/۱۰/۲۵ هـ ق

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۹:۴۲
Background image

غور کې د بیهقي کتاب پلورنځي غرفه پرانیستل شوه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د قرآن کریم لیکلو او بیهقي کتابونو خپرولو ریاست له لوري، غور ولایت کې د مطالعې فرهنګ د ودې او د دیني او عصري علومو سرچینو ته د لاسرسي په موخه د بیهقي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۵:۲۸
Background image

د کتاب او کتاب‌لوستنې اوونۍ په مناسبت د هېواد په ګڼ شمېر ولایتونو کې د کتابونو نندارتونونه جوړ شول

د کتاب او کتاب‌لوستنې اوونۍ په مناسبت، د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کتابونو نندارتونونه جوړ شوي دي. په دغو نندارتونونو کې د مطالعې مینوالو لپاره د دیني او عصري علومو سلګونه عنوانه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۵:۲۲
Background image

د کتاب ‎ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وشوه

‏‎دوشنبه (۱۴۴۷ د ذوالحجة الحرام ۱) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وشوه.
د غونډې په پيل کې د کمېسیون منشي د تېرې غونډې راپور. . .

BACK TO NEWS