(د رڼا په لور ګډ سفر) په نوم لس ورځنی روزنیز سیمینار پای ته ورسیده

wasim_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۳:۵۳
..

د غزني اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري ګڼ شمېر ځوانانو ته (د رڼا په لور ګډ سفر) په نوم لس ورځنی جوړ شوی روزنیز سیمینار پای ته ورسېده.
د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلین وايي؛ له دې ډول علمي پروګرامونو جوړولو څخه موخه د ځوانانو د استعدادونو پیژندنه، فکري پیاوړتیا او علمي ظرفیت لوړول دي، ځکه ځوانان د ټولنې مهم ځواک دی او باید د علم له لارې د هېواد په پرمختګ کې فعاله ونډه واخلي.
د مسؤلینو په وینا هڅه کیږي، چې په راتلونکي کې هم ورته روزنیز سیمینارونه جوړ شي، ترڅو ځوانانو ته د زده کړو او ظرفیت لوړونې لا ډېر فرصتونه برابر شي.
ورته مهال د سیمینار ګډونوالو دغه ډول سمینارونو جوړول مهم او ګټور وبلل او ویې ویل: په دې سیمینار کې مو د لسو بېلابېلو موضوعاتو په اړه اړین معلومات ترلاسه کړل، ګډونوالو له مسؤلینو څخه د ورته علمي پروګرامونو د پراختیا غوښتونکي شول.

۱۴۴۷/۹/۲۳ هـ ق

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۲۰:۳۶
Background image

هلمند کې د امیرالمؤمنین (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان د ښه تطبیق په موخه ستره ولسي غونډه جوړه شوه

دوشنبه( ۱۴۴۷ د شوال المکرم ۲۶مه) هلمند کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معینیت له لوري د امیرالمؤمنین (حفظه الله) د ۱۷ مې ګڼې فرمان د ښه تطبیق کولو په موخه ستره ولسي غونډه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۵:۲۰
Background image

د کتاب ‎ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وشوه

‏‎دوشنبه (۱۴۴۷ د شوال المکرم ۲۶مه) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وشوه.
د غونډې په پيل کې د کمېسیون منشي د تېرې غونډې راپور. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۵:۱۷
Background image

د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند ښوونیز مرکز څخه سلګونه تنه ځوانان فارغ شول 

د جوزجان اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند ښوونیز مرکز له شپږ میاشتني پروګرام څخه  ۴۰۰ تنه ځوانان فارغ شول، چې د فراغت غونډه کې یې د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلینو ترڅنګ د جوزجان ولایت. . .

BACK TO NEWS